افغانستان

ناڅرګندو کسانو تخار کې ښوونځي ته اور اچولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمري، ۱۳۹۹ل):د تخار ولایت په مرکز «تالقان» ښار کې ناڅرګندو کسانو  د «ابوعثمان تالقاني» په نوم یوه ښوونځي ته اور اچولی.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند «خلیل اسیر» وایي، دغه پېښه تېره شپه ۳:۳۰ بجې د تالقان ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه ښوونځی د تخار د معارف ریاست تر څنګ دی او پیره دارانو یې هم منلې، چې نامعلومو کسانو ورته اور اچولی.

د اسیر له قوله، د پېښې اصلي انګیزه لا څرګنده نه ده؛ خو د معارف ریاست ، پولیسو او د کشفي ارګانونو له غړو تشکیل شوی یو پلاوی سیمې ته تللی؛ تر څو پېښه وڅېړي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت ویاندې «نوریه نزهت» په یوه ويډیويي پیغام کې ویلي، چې د اور په پایله کې دکمپيوټر خونې په ګډون درې درسي ټولګي او درې اداري اطاقونه له ټولو لوازمو، اجناسو او اسنادو سره د اور خوراک شوي.

نزهت پېښه په غندلې او عاملان یې د «علم، پوهې او د افغانستان د بچیانو د راتلونکې دښمنان» بللي.

ویل کېږي، چې د ابوعثمان تالقاني په نوم دا ښوونځی د تخار له مشهورو ښوونځیو څخه وو، چې شاوخوا درې زره زده کوونکو پکې زده کړې کولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx