
افغانستان
کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې لس ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د راپورونو په اساس، چاودنه نن سهار د پنجوايي ولسوالۍ اړوند «زلخان» نومي سیمه کې د ملکي وګړو پر «فلډر» موټر باندې چاودنه شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
ویل کېږي، چې په چاودنه کې یوه ماشومه او درې ښځې وژل شوي او څلور ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه پکې ټپیان دي.
پنجوايي د کندهار ولایت له نا امنه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، چې ډېر وخت د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ د جګړې راپورونه ترې ورکول کېږي.