افغانستان

غني مسکو کې خپل سفیر له دندې ګوښه کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» په روسیه کې د کابل حکومت سفیر «لطیف بهاند» له دندې ګوښه اوکابل ته رابللی.

له دندې څخه د «لطیف بهاند» د ګوښه کېدو په تړاو د کابل حکومت له  بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « په مسکو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر، ډاکټر لطیف بهاند د ماموریت پای د اداري بهیر یوه برخه ده او نوموړۍ به په کابل کې په نوي ماموریت باندې وګمارل شي.»

اعلامیه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې او سولې په برخه کې د روسیې د مثبت رول ستاینه شوې او ویل شوي « د روسیې هېواد سره د اړیکو ارزښت په پام کې نیولو سره، د افغانستان اسلامي جمهوریت به په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره بل سفیر وټاکي.»

لطیف بهاند د څو کلونو لپاره په روسیه کې د کابل سفارت فرهنګي اتشه و، چې دوه کاله وړاندې په یاد هیواد کې د سفیر په حیث وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx