ورزش

چمپینز لیګ؛ پي ایس جي له جالبې لوبې وروسته بریا خپله او نیمه پایلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۹ل): فرانسوۍ لوبډلې پاریس سان جرمان (PSG) تېره شپه د اګست په ۱۲مه نېټه په اروپا اتلانو لیګ کې د اتلانتا ایټالوۍ لوبډلې پر وړاندې کواټر پایلوبه ترسره کړه چې حیرانونکی او جالب پای یې درلود.

دغه لوبه کې د پاریس سان جرمان له لوري مشهور لوبغاړي نیمار په لومړیو دقیقو کې دوه واضح چانسونه له لاسه ورکړل، چې بالاخره په ۲۷مه دقیقه کې اتلانتا په ګول وهلو بریالي شول.

د اتلانتا یو ګول تر ۹۰مې دقیقې دوام وکړ، چې نږدې وه پاریس لوبډله لوبه له لاسه ورکړي او د اروپا اتلانو لیګ جام خپلولو خوب یې خاورې شي، خو په ۹۰مه دقیقه کې مارکینیوس له لوري ګول ووهل شو چې د لوبې اړخ یې بدل کړ.

په دغه لړ کې د لوبڅار لخوا ۵ دقیقې اضافي وخت ورکړل شوی و چې په ۹۳مه دقیقه کې د نیمار او کیلیان امباپی په غوره لوبه چاپو موټینګ ګټونکی ګول وواهه او پي ایس جي لوبډلې په ۲-۱ بریا سره نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

نیمار که څه هم پر ګول وهلو ځینې چانسونه له لاسه ورکړل، خو په عمومي ډول یې په زړه پورې لوبه ترسره کړه او په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

فرانسوی ځوان چټک لوبغاړی کیلیان امباپی هم چې څه موده وړاندې ټپي شوی و او د یادې لوبې لپاره یې چمتو والی نه درلود، خو د روزونکي لخوا ولوبېد او د لوبډلې په بریا کې یې ستر رول ولوباوه.

باید وویل شي چې په راتلونکو کواټر پایلوبو کې به نن د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د (اګست ۱۳مه) د اتلاتیکو مدرید او لیپزیګ لوبډلې مخامخ کیږي، په نورو لوبو کې به برسلونا د بایرن میونیخ پر وړاندې د جمعې په ورځ او د شنبې په ورځ د مانچسټر سیټي او لیوان لوبډلې مخامخ شي.

د یادونې وړ ده چې د کرونا وبا له کبله د چمپینز لیګ پایلوبه د استنبول ښار څخه د پرتګال لشبونه ښار ته انتقال شوې چې د روانې اګست میاشتې په ۲۴مه نېټه به ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x