افغانستان

دوستم د ترکیې له بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمري، ۱۳۹۹ل):د شخصي ملیشو قوماندان او د کابل حکومت د اوسني مشر پخوانی مرستیال «عبدالرشید دوستم» له کابل حکومت څخه د مارشالۍ د رتبې تر اخستلو وروسته ترکیې ته سفر کړی او هلته یې د یاد هیواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو  سر ه د افغانستان په اړه خبرې کړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «مولود چاووش اوغلو» له دوستم سره د لیدنې انځور پر خپل ټويټر خپور کړی او له نوموړي سره د «ګټورې ناستې» خبر یې ورکړی.

اوغلو زیاته کړې، چې هیواد یې د افغانستان د سولې او پخلاینې په پروسه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.

په ورته وخت کې دوستم ته منسوب ټویټر ادرس باندې لیکل شوي، چې د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو د غښتلتیا په تړاو له بحثونو وروسته دوستم د ترکیې د دفاع وزیر لیدنې ته ورغلی او نوموړي په ځانګړو مراسمو ترې هرکلی کړی او د امنیتي او دفاعي چارو په اړه ورسره غږېدلی.

دوستم چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو او بشرضد جنایتونو تورن دی، څه موده وړاندې د عبدالله او اشرف غني تر منځ د سیاسي توافق له مخې ورته د «مارشالۍ» رتبه ورکړل شوه.

نوموړی په افغانستان کې د یوه «بې سواده» او «ظالم» جګړه مار په حیث پېژندل کېږي؛ خو دی ادعا لري، چې تر شپږم ټولګي پورې یې زده کړې کړې.

لا هم څرګنده نه ده، چې دوستم د کوم مؤقف په اساس د ترکیې له وزیرانو سره ناسته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

عجيبه نړی او عجيبه خلګ يي دی . ترکيه چی د ۲۵ کلونو راهيسی کرار کرار د سيکولريزم يا بی دينی څخه بيرته اسلامی شعائرو ته ځان نيژدی کوی او کله کله د نړی د مسلمانانو د دفاع ږغ هم کوی خو بيا په ښکاره د يو اسلامی هيواد ملی خائن او مجرم چه په زرونو مجاهدين يي شهيدان کړيدی ، د بين المللی مجرم شهرت يي ګټلی دی او د اسلام ډير سخت دښمن هم دی ، نازوی يي او ښه بدرګه يي هم کوی ، داچی د مجاهينو په خلاف به يي نوری مرستی هم ورسره کړيوی که څنګه… نور لوستل »

میرافغان

دا ډول کړني زموږ د هېواد په داخلي چارو کي لاسوهنه ده۔ موږ د طیب اردغان څخه داسي توقع نه لرله۔

ملا جانان

په دې خبر کي یو څه نیمګړتیا سته. دلته داخو وویل سول چي ترکي نظامي چارواکو د دوستم سره ولیدل خو دا برخه پکښي نه ده ویل سوي چي ټولو ترکي نظامي منصوبینو خپلو د پتلونونو کمربندونو ته قلفان وراچولي او کلۍ یې باسفورس بحیره کي غورزولي وې څو د جنرال ایشچي د سرنوشت سره مخ نه سي…

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
دیر دافسوس زای دی. دوستم د افغانستان نماینده نه بلکه د افغانستان خلک مشهور او منفور مجرم دی، چی هغه سره دوستی، د افغانستان مسلمان ولس د اکثریت نفوس چی په تاریخی او دینی لحاظ د ترکیی ملت او حکومت سره مینه، احترام او خواخوژی لری، زرونو دیره خپه کری. ترکیه باید وگوری چی یو کمونست مجرم ملیشه چی په مختلفو جنایی او ملی جرایمو او اخلاقی رذایلو مشهور او دملت منفور دی انتخابوی که د افغان ملت مسلمان اکثریت، چی تر اوسه ترکیی ته دیر شه گمان او باور درلود. الله اکبر

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
زه گومان کوم چی ترکیه د امارات او سعودی نفوذ د مخنیوی لپاره، دی ذلت ته زان آماده کری، چی زما په گوم کمونست دوستم به هیچکله، مسلمان ترکیی ته یو با اعتماد او غیشتلی دوست به ثابت نه شی. ترکیه که افغانستان کی خپل موقف قوی کول غواری، باید چی د افغانستان مسلمان ولس د اکثریت زرونه چی د دوستم او دهغه له جنایاتو سخه نفرت لری، مخصوصا که د طالبانو اسلامی امارت، د الله په امداد، افغانستان کی واک ونیسی، دوی سرع شه او محکم روابط برقراره کری. الله اکبر

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x