ټکنالوژي

فیسبوک په تېرو دریو میاشتو کې ۷ ملیونه پوسټونه حذف او ۹۸ ملیونو ته خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۹ل): د خواله رسنیو مشهورې پاڼې فیسبوک یوازې په تېرو دریو میاشتو کې له خپلې پاڼې هغه پوسټونه چې د کرونا وبا په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي او ممکن خلکو ته یو ګواښ پېښ شي حذف کړي دي.

د فیسبوک مرستیال جي روزین وایي، د ټولنیزې شبکې تر ټولو مشهوره سایټ په نورو ۹۸ ملیونه پوسټونو د خبردارۍ نښې لګولي چې د کوویډ-۱۹ په اړه یې معلومات مشکوک دي خو ګواښ یې کم لیدل کیږي.

فیسبوک پر خپل پلیټ فارم د ناسمو معلوماتو کمولو لپاره مخ پر زیاتېدونکي فشار سره مخ دی، ځکه یې په دې وروستیو کې په دې اړه سخت دریځ خپل کړی دی.

تېره اونۍ فیسبوک په دې لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ویدیویي پوسټ هم حذف کړی و چې د کرونا وبا په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي وو.

بل لوري ته فیسبوک ویلي چې دوی سازمانونو یا افرادو ته اجازه نه ورکوي چې په دې پلیټ فارم تاوتریخوالی اعلان یا خپور کړي. ددې سربېره فیسبوک اجازه نه ورکوي پر خپله پاڼه ترهګریز فعالیتونه هغه که د افرادو یا د کومې ډلې ملاتړ کوي پریږدي.

فیسبوک د اصولو سرغړوونکو پر وړاندې خپل اصول او قواعد نور هم سختوي، په دې لړ کې له ځانګړي ټکنالوژي ګټه پورته کوي، خو په وینا یې ددې پراختیا او بیاکتنې لپاره په ځینو ساحو کې لا هم په خلکو تکیه کوي.

د یادونې وړ ده چې فیسبوک په مارچ میاشت کې د کرونا وبا خپریدو مخنیوي له کبله خپلو کارکوونکو او مدیرانو ته د دفترونو پرځای په کور کې د کار کولو ویلي وو، ددوی په وینا دا لامل شوی چې په اپریل او جون میاشت کې یې د اصولو سرغړوونکو لږ پوسټونه حذف کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx