
ارګ: د پاتې طالب بندیانو د امنیت د تامین لپاره مو اقدامات کړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمري، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې طالبانو د حکومت له زندانونو څخه د خلاصېدونکو طالب بندیانو په وړنداې د جدي امنیتي خطرونو د شتون خبر ورکړ؛ ارګ وايي، د پاتې طالب بندیانو د امنیت د تامین په برخه کې یې اقدامات کړي.
تېره ورځ طالبانو د خپلو کشفي معلوماتو په اساس خبرداری ورکړ، چې یوه داعشي ډله د حکومتي چارواکو په همکارۍ غواړي، د هغو پاتې څلور سوه طالب بندیانو پر انتقالوونکو نقلیه وسایطو برید وکړي؛ چې د کابل حکومت له زندانونو خلاصېږي.
د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» د طالبانو دا څرګندونې «بې اساسه» بللې او له هغوی یې غوښتي، چې د ورته اعلامیو له خپرولو دې ډډه وکړي.
صدیقي پر ټويټر لیکلي «د طالبانو د پاتې يو شمېر بندیانو د امنیت تامین د څرنګوالي په اړه د طالبانو ډلې وروستي تورونه بې مورده او بې اساسه دي. د افغانستان حکومت په دې برخه کې له وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي او طالبان باید د دې ډول اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي.»
د طالبانو د پاتې يو شمېر بندیانو د امنیت تامین د څرنګوالي په اړه د طالبانو ډلې وروستي تورونه بې مورده او بې اساسه دي. د افغانستان حکومت په دې برخه کې له وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي او طالبان باید د دې ډول اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي. https://t.co/G6JlFnsqdd
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) August 13, 2020
حکومت داسې مهال پر پاتې څلور سوه طالب بندیانو باندې د برید په کولو تورنېږي، چې کابل حکومت له اوږده مخالفته وروسته د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې تر نامه لاندې د هغوی خلاصون ته غاړه ایښې.
یاد څلور سوه طالب بندیان د هغه پنځه زره کسیز لست برخه ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې توافق ورباندې شوی او حکومت يې په خلاصولو مکلف دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د خپلو تازه خلاصېدونکو بندیانو په وړاندې د امنیتي خطراتو خبر ورکوي؛ تر دې وړاندې هم طالبانو د مستندو معلوماتو په شریکولو سره یاده کړې وه، چې د تازه خلاص شویو طالب بندیانو پر کورونو باندې چاپې وهل کېږي او د بیا نیولو هڅې يې کېږي.
څه موده وړاندې د هرات ولایت په «ګذره» ولسوالۍ کې دولتي چورلکو هغه مراسم بمبار کړل، چې د یوه تازه خلاص شوي طالب بندي د خلاصون په خوښۍ کې جوړ شوي وو.
په یاد برید کې تر اویا پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او حکومت یې د معمول په څېر یوازې د څېړنو ژمنه وکړه.