افغانستان

ملي امنیت د ټولنیزو رسنیو فعال «محمد رحیم سکندر» نیولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمري، ۱۳۹۹ل):د خوست ولایت ملي امنیت ریاست لیکوال او ژورنالست «محمد رحیم سکندر» نیولی.

لیکوال «رحیم سکندر» چې په ټولنیزو رسنیو کې يې وخت ناوخت د حکومت پر ځینو کړنو باندې نیوکې کولې؛ نن د دوهم ځل لپاره د خوست د ملي امنیت ریاست نیولی.

که څه هم تر دې دمه د خوست امنیتي چارواکو د نوموړي د نیول کېدو په تړاو څه نه دي نیولي؛ خو په ټولنیزو رسنیو باندې دې پېښې غبرګونونه راپارولي او پر حکومت غږ شوی چې د بیان د ازادۍ په وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.

سیاسي او ټولنیز فعال «شفیع اعظم» د سکندر د نیول کېدو په غبرګون کې پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي « حکومت باندې غږ کوو چې د بیان ازادۍ ته قفلونه مه اچوئ چې سبا به په کومو سترګو طالبانو نه د بیان ازادي او اتلس کلنو لاسته راوړنو د حفظ خبرې کوئ. اجازه ورکړئ چې ټول په ګډه تېرو اتلسو کالو کې د مثبتو/اسلامي/افغاني لاسته راوړنو په ننګ ودرېږو. هم یې له طالبه وغواړو او هم حکومت د هغې تطبیق ته وهڅوو.»

د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال «نصیب ځدران» بیا په دې اند دی، چې «سکندر» تر قیصاري، دوستم، علي پور او نورو ډېر مجرم نه وو ؛ خو دا چې د «غلامانو» فکر یې نه درلود؛ بندي کړل شو.

د عزیز ودان په نوم یو بل تن بیا  پر فسبوک پاڼه « ویل کیږي د خوست ملي امنیت رحیم سکندر پۀ دې تور نیولی چې ولې پر حکومت نیوکې کوي.وه سړیه دا بیان ازادي بیا څۀ مانا چې ډنګوئ یې؟ رحیم سکندر خو حکومت پسې توپک نه دی راخیستی ، څوک یې وژلی نه دی، د کابل ښار کې یې لنډه غرتوب نه دی کړی.»

د رحیم سکندر فسبوک پاڼه چې تر ۲۳ زرو پورې تعقیبوونکي لري، وروستۍ لیکنه یې شپږ ساعته وړاندې د هغې ويډیو په اړه کړې، چې دولتي عسکر پکې د یو شمېر د وژل شویو طالبانو غړي په «ساتول» غوڅوي.

هغه لیکلي « … نوی وحشت مې ولید، خو د سولې په خاطر یې نۀ خپروم، پرته لۀ سولې یې هم لېدل د ځناور زړۀ غواړي.لۀ تاسې هم دا هیله کېږي.»

یاده دې وي، چې حکومت که څه هم د بیان ازادي ته د احترام دعوه لري؛ خو د حکومتي بنسټونو له لوري په بیا، بیا د ټولنیزو رسنیو فعالان او منتقدین نیول شوي او یا هم تهدید شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x