افغانستان

طالبان:عسکرو د طالب سرتېرو له جسدونو سره «وحشیانه چلند» کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د وژل شویو طالب جنګیالیو له جسدونو سره د عسکرو له لوري شوی چلند طالبانو «وحشیانه» بللی او د بشري حقونو پر بنسټونو یې د ورته پېښو د مخنیوي غږ کړی.

له تېرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو باندې هغه «زړه بوږنوونکې» ويډیو لاس په لاس کېږي، چې د کابل حکومت عسکر پکې د وژل شویو طالب جنګالیو جسدونه په ساتول وهي او د وجود غړي ترې غڅوي.

دغه ويډیو په ټولنیزو رسنیو باندې په پراخ ډول لاس په لاس شوه او شوی عمل «جنایت» وبلل شو.

طالبانو د پېښې په تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د زابل په ارغنداب کې د «څو تنو شهیدو شوو مجاهدینو له جسدونو سره وحشیانه چلند شوی» چې دوی یې غندي « اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندي او د اشغالګرو په لاس د روزل شوو  عسکرو د وحشتونو او ظلمونو یوه بیلګه يې بولي.»

د طالبانو په خبره په تېرو نوولسو کلونو کې په بیا، بیا ورته پېښې تکرار شوې او « بزدله دښمن لخوا په مکرر ډول  د شهیدانو د اجسادو داسې بې حرمتۍ شوې دي» چې باید د بشري حقونو بنسټونه یې په مخنیوي کې لازم اقدامات وکړي « اسلامي امارت په نړیوالو بشري ادارو، حقوقي نهادونو او د ملګرو متلونو په سازمان غږ کوي چې د کابل ادارې د  داډول وحشتونو په وړاندې چوپ پاتې نشي، یاد عمل وغندي، عاملینوته يې د سختې سزا ورکولو زمینه سازي وکړي او په راتلونکي کې د داسې بوږنوونکو پيښو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.»

په ورته وخت کې د کابل حکومت دفاع وزارت هم د پېښې په تړاو د څېړنو ژمنه کوي او پر خپلو عسکرو غږ کوي، چې قوانینو ته ژمن پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا د کفارو او دهغو د روزل سوی غلامانو د ظلم او تهذیب نمونه ده .

طوطی

_######## د هیڅ یوه انسان جسد ته باید سپکاوی ونشي ###########

خالد صافی

_######## د هیڅ یوه انسان جسد ته باید سپکاوی ونشي ###########

دوکتور غروال

لعنت دی وی په داسی فاسد رژیم (حتی نام ئي اسلامی ؟ جمهوریت دی ) چی خپل وحشی انسانیت ئي په وژونکیو بی عزتی باندی نړۍ ته تمثیل کړ ، ددی ګوډګیانو څیړنو چیغی د نورو په شان فریبکاره دی !!!

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x