ټولنیزه برخه

د مېرمنې په انتخاب کې ډېر احتیاط او کوښښ ته اړتیا ده

ژباړه:  مولوي محمدرضاء رحماني

که څه هم چې بعضې خلک دا خبره تر پوښتنې لاندې راولي چې څرنګه هر سړی د خپل ځان ، ورور ، ځوی لپاره د ښې مېرمنې په لټه کې وي پکار ده چې د مېرمنې لپاره هم ښه هلک انتخاب شي.

دا خبره هم پر ځای ده ، خو د ښې مېرمنې انتخاب تر هغه ډېر أړین او غوره دی! وجه داده چې نه یوځې دا چې د مور غېږ لومړنۍ مدرسه ده ، کوم تربیت او اصلیت چې د مور وي هغه اولاد ته انتقالیږي ، بلکې د ښې او صالحې مېرمنې په سبب د ډېرو خاوندانو (مېړونو)  اصلاح او تربیت هم کیږي.

پخوا یو پاچا ؤ هغه به چې خپل ځوی ته واده وکړ لږ وخت وروسته به یې طلاق ورکړ ، ورته کار درې ځله ترسره شو ، پاچا ته ددې کار هیڅ سبب نه معلومېده ، آخر پاچا خپل ځوی له ځان او شاهي قصره لرې کړ.

شهزاده هم له دې ښاره په کډه شو ، دڅه کار روزګار په لټه کې ؤ ، له یو سړي سره یې د کار په تړاؤ خبره وکړه ، هغه سړي د رمې لپاره د شپانه (چوپان) ضرورت درلود ، په همدې سره سلا شول ، شهزاده شپني شروع کړه.

سړی له ځوان څخه ډېر متأثر شو ، سړي یواځنی یوه لور درلوده ول راځه له لور څخه به مې وپوښتم که خوښه یې شوه له دې ځوان سره به یې نکاح وکړم ترڅو ځوان له مونږ سره تر ډېره پاته شي.

لور وویل:  پلارجانه!  ترڅو چې دده سره سفر ونکړې او دده حقیقت درته معلوم نه شي نکاح نه ورسره کوم ، پلار وویل:  سمه ده ، شپانه ته یې وویل ځوانه!  صبا مالونه مه بیایه زه او ته د څه کار په موخه څو ورځې سفر کوو، سهاردواړه روان شول.

یو ځای ته ورسېدل “رمه ” یې ولیدله ځوان وویل “څه یې ډېر دي او څه لږ “سړی حیران شو ول داڅه وایي!
لږه شېبه وروسته بله “رمه “په مخه ورغله ځوان وویل “څه یې لږ دي او څه ډېر ” سړي وویل یاره دا خو ډېر ناپوهه دی له دې وجې خو مې لور دده سره سفر کول أړین وبلل.

لږ وروسته پر یوه هدېره تېرېدل ځوان وویل “په تا کې څه ژوندي او څه مړه دي ” بیا پر مخه یو ښایسته باغ ورغی ځوان وویل ” نه پوهېږم چې داباغ شین دی او که وچ ” سړي ډېره حیرانتیا وښوده خو څه نه وایي.

یو کلي ته ورسېدل له کلیوالو یې اوبه وغوښتل خلکو شیدې راوړې ، شیدې اول ځوان وڅکلې بیا یې مالدار سړي ته جام ورکړ، ترلږ شېبه مزله بل کلي ورسېدل ، هلته یې اوبه وغوښتل ،اوبه
یې اول مالدار سړي ته ورکړې بیا ځوان وڅکلې ، سړي له ځان سره وویل ، دې ځوان خو زما هیڅ احترام ونکړ ، چې شيدې وي اول یې هغه څښي ، چې اوبه وي ماته یې راکوي.

سړي پرېکړه وکړه: یاره لور نه ورکوم ، رېښتیاده چې سفر د سړي حقیقت معلوموي ، هغه ؤ چې سفر یې پای ته ورسول کورته را ستانه شول ، لور ته یې د سفر په حقله قیصه وکړه ، لور یې وویل پلار جانه دا خو ډېر ښه او هوښیار سړی دی ، پلار وویل هغه څنګه؟

لور یې وویل پلاره!
د اولې “رمې ” څخه دده مقصد دادی چې له “مېږو څخه یې پسونه ډېر دي ” اوپه دوهم ځای کې ” له پسونو څخه مېږې ډېرې وې ”

د هدېرې په أړه دده مقصد دادی ، که چېرې په دوی کې له چا صالح اولاد پاته وي نو هغه ژوندي دي او کنه مړه دي.

د باغ په أړه دده مقصد د باغ څښتن دی ، که هغه خپل مال لګولی وي نو شین دی کنه نو وچ دی .

پلاره!
په شیدو کې اوبه سر ته راځي اوبه ده وڅکلې تاته یې شیدې درکړلې ، او په اوبو کې صفا اوبه په سر کې وي هغه یې تاته در کړلې ناپاکې او خړې هغه وڅکلې .

مالدار سړي ددې هوښیارتیا له وجې خپله لور په نکاح ورکړه ، ځوان شپون چې له اصله شهزاده وو له مېرمنې سره تر یوځای کېدو وروسته د مېرمنې پر سر لاس کېښود ، ول دا سر دچادی؟
مېرمنې وویل:  اول زما و اوس ستا شو.

ځوان وویل:  بس سمه ده د سفر لپاره دې ځان تیار کړه زه شپون نه یم زه شهزاده یم ، ستا په لټون پسې راوتلی وم ته الله تعالی راکړې.

د مېرمنې زېرکتیا یې هم له شهزاده کمه نوه ، د هر کار په لومړي سر کې حوصله زیار زېرکتیا
ښې پایلې راوړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x