ټولنیزه برخه

د علم برکت (یوہ پخوانۍ خاطرہ)

حفيظ الدين پيرزاده

د پیښور راحت آباد په مرکز علوم اسلامیه مدرسه کې مې سبق وایه. د اصولې فقھې استاد مو مرحوم پیرزادہ صیب و. غالبا د حسامي یا نور الانوار  ( د کتاب نوم ) په ساعت کې مو د درس موضوع د خبر واحد په ذریعه په متواتر نص کې استثنی وہ.

مرحوم پیرزادہ صیب د درس په پای کې یو اعتراض وکړ‎، ھغه اعتراض په ھغه ځای کې ډیر وارد و او موږ‎ یې د ځواب ویلو ھڅې وکړ‎ې خو بریالي نه شو.

بیا مرحوم  ھغه نیوکه پخپله په قانع کوونکیو دلایلو رد کړ‎ہ.

پیرزادہ صیب کتاب بند کړ‎، خپلې عینکې یې لیرې کړ‎ې، پر کتاب یې کیښودې او موږ‎ ته یې وویل:
طالبانو! زہ به تاسې ته یوہ کیسه وکړ‎م! موږ‎ ورته وویل: مھرباني وکړ‎ئ! موږ‎ ټول غوږ‎ یو، خپل کتابونه مو بند کړ‎ل او د پیرزادہ صیب مرحوم په طرف متوجه شو.

ھغه وویل: پرون شپه مې د نن درس ته د آمادگی نیولو په پار کتاب راواخیست. د مطالعې پر مھال مې ھمدا اعتراض ذھن ته راغی. خو د ځواب پر پیدا کولو بریالی نه شوم. بیا مې نور کتابونه او ان د کتابونو حاشیې پسې ولټولې خو بیا ھم ځواب په لاس را نغلو. آخر ستړ‎ی شوم، کتاب مې بند کړ‎ او له ځان سرہ مې ویل؛ ښائي د طالبانو دې اعتراض ته پام نه شي او که احیانآ د کوم یوہ دې باریکۍ ته ور پام شو او پوښتنه یې وکړ‎ہ نو ځان به ترې په اخوا دیخوا خلاص کړ‎م.
څرنگه چې شپه ډیرہ تیرہ شوې وہ او زہ ھم ستړ‎ی وم، نو ویدہ شوم.

خو چې څنگه مې سترگې پټې شوې، مرحوم کجورې ملا صیب ( د خپل وخت متبحر عالم او روحاني شخصیت ) مې په خوب کې ولید. ھغه را ته وویل: زویه! ته دې کتاب رواخله، په کوم ځای کې ستونزہ لرې؟ ما ژر کتاب را واخیست او د کتاب ھمدغه ځای مې ورته وښود! را ته یې کړ‎ہ: ښه؛ نو غوږ‎ شه! بیا یې راته پکې تقریر وکړ‎.
زہ چې له خوبه ویښ شوم، سھار نژدې و، اودس مې وکړ‎ ، دوہ رکعته لمونځ مې وکړ‎ او بیا مې کتاب راواخیست.

مسئله ھماغسې وہ لکه څنگه چې ملا صیب مرحوم تشریح کړ‎ې وہ.

ما چې اوس د دې وارد اعتراض په ځواب کې تاسې ته کوم دلایل وویل، دا ھماغه ول چې ماته بیگاہ مرحوم ملا صیب په خوب کې ویلي ول!!
پیرزادہ صیب دا جمله مکمله نه کړ‎ای شوہ غږ‎ یې ډډ شو او سلگیو پسې واخیست!
زموږ‎ ټول ټولگي ژړ‎ل!!
څه شیبه پس پیرزادہ صیب سر را اوچت کړ‎ او موږ‎ ته یې وویل:
بچیانو! ما په ژوند کې ډیرې لوړ‎ې ژورې لیدلي، دوہ دورې د پارلمان وکیل وم، د انتخاباتو ستونزې او د ټولنیزو مسایلو مشکلات.
د کمونستانو له راتگ سرہ سم، څه کم دوہ کاله سیاسي بندي وم، پلچرخي، وھل ټکول، نور تعذیبونه او ان د اعدام حکم، او بیا اوس د جھاد او مھاجرت ستونزې!!! خو له دا دومرہ مشکلاتو او تکلیفونو سرہ چې زہ مخ شوی یم، ماته کله ھم مرحوم ملا صیب په خوب کې نه و راغلي.
اوس چې له یوې وړ‎ې علمي ستونزې سرہ مخ شوم نو الله تعالی راته مرحوم ملا صیب د مشکل د حل لپارہ په خوب راوست! دا د علم برکت او فضیلت دی او څوک یې چې د حصول په لارہ کې زیار باسي، الله تعالی یې د لارې ټولې ستونزې ورته په یو شکل د اشکالو  له منځه وړ‎ي!
د عنکبوت د دې مبارک ایت؛ والذین جاھدوا فینا، لنھدینھم سبلنا، و ان الله لمع المحسنین، ھمدا مانا دہ!

تاسې کوښښ وکړ‎ئ چې علم حاصل کړ‎ئ، له ستونزو مه ویریږ‎ئ!  ستونزې به مو پخپله له مخې داسې ایسته کیږ‎ي چې د لیرې کیدو په سبب به یې پخپله ھم نه پوھیږ‎ئ!!
مرحوم موږ‎ ته ھمدا خبرې وکړ‎ې او نور له ټولگي ووت!

الله تعالی دې زموږ‎ ټولو وفات شویو علمای کرامو ته د مرحوم کجوري ملا صیب او مرحوم پیرزادہ صیب په شمول جنتونه ورکړ‎ي او موږ‎ ته د ھغوی پر لارہ د تللو توفیق!!
روحونه دې ښاد وي!
________

نوټ: مرحوم کجورې ملا صیب د پیرزادہ صیب پلار او استاد و!

حفیظ الدین پیرزادہ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x