افغانستان

بغلان کې ۲۴  دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ په سلسله کې ۲۴ تنه دولتي عسکر او پولیس د بغلان ولایت په مربوطاتو کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، یاده شمېره تسلیم شوي دولتي عسکر او پولیسو د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ اړوند دي، چې د «دعوت او ارشاد» کمیسیون لخوا طالبانو سره یوځای کېدو ته هڅول شوي:

«د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۲۴ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول. د دعوت او ارشاد مسئولینو یې هرکلی وکړ.»

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ مه د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک او دولتي عسکرو ته د طالبانو د مشر لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ لړۍ چټکه شوې ده، تیره میاشت هم سلګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx