افغانستانسولې اړوند خبرونه

کابلوف: غواړم دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو ټیمونو سره ګډ کار وکړم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمري، ۱۳۹۹ل):په داسې حال کې چې د طالب بندیانو د خلاصون په موضوع کې نسبي پرمختګ د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې زیاتې کړې؛ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وایي، غواړي دوحې ته ولاړ شي او هلته د مذاکراتو له دواړو ټیمونو سره ګډ کار وکړي.

سپوتنیک خبري اژانس د نوموړي له خولې لیکلي «کله چې د مذاکراتو د پیلېدو تاریخ مشخص شي، موږ خامخا ګډون پکې کوو. نیت مې کړی چې خپله ولاړ شم، او هلته د دواړو افغاني ټیمونو سره د کار تر څنګ له هغو نړیوالو شریکانو سره کار وکړم، چې د افغانستان د سولې پروسه کې همکاري کوي.»

کابلوف داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو له ټیمونو سره ګډ کار ته هیلمن دی، چې د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په موضوع کې پرمختګ د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته هیلې زیاتې کړې او تمې شته، چې ښايي یاد مذاکرات په نږدې وخت کې د قطر په دوحه کې پیل شي.

طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی چې دوی له لست سره سم د خپلو پنځه زره زندانیانو تر خلاصون وروسته تیار دي د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

کابلوف وایي، تر دې وړاندې داسې وړاندوینې وې چې ښايي مذاکرات د روانې اګست میاشتې په۱۳ مه یا هم ۱۶ مه باندې پیل شي؛ خو دده په خبره، تر هغو چې د طالب بندیانو د خلاصون مسئله حل شوې نه وي؛ د نېټې مشخص کول به ستونزمن وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

کابلوفه : و تاته هیڅ اړتیا نسته بیځایه د نورو په چارو کی ځان مه ګډوه .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x