ورزش

آی پي ایل کې په نه شاملېدو یوه هندي لوبغاړي ځان وژنه کړې

د هند غوره لیګ سیالیو لپاره په فرصت نه موندلو یوه هندي ځوان لوبغاړي ځان وژنه کړې ده.

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۹ل): د هندوستان په مرکزي ښار ممبۍ کې یوه ځوان لوبغاړي په داسې حال کې ځان وژنه کړې چې په راتلونکي هند غوره لیګ سیالیو کې یې د لوبېدو فرصت ونه موند.

ځایي رسنیو د پولیسو له خولې ویلي، دغه ۲۷ کلن ځوان «کرن تیواري» له ځان وژنې وړاندې خپل دوست ته زنګ وهلی و، چې په آی پي ایل کې په نه شاملېدو سخت اندیښمن دی.

د یاد کس دوست په دې اړه د نوموړي کورنۍ ته خبر ورکړی و، خو تر څو چې د هغه خونې ته رسېدل کرن تیواري خپل ځان په پکي کې ځړولی و.

Chetan Jadhav bags 6wkts while Speedster Karan Tiwari bags the only  hat-trick of this year's Kanga vs Young Maharashtra Team | CricketGraph

پولیس د کرن تیواري د ځان وژنې په اړه څیړنې کوي، خو ددوی په وینا چې نوموړي د هند غوره لیګ په راتلونکې پړاو سیالیو کې کوم چې په عربي اماراتو کې راتلونکې میاشت ترسره کیږي د لوبېدو فرصت ونه موند.

د کرن تیواري یو ملګری وایي، «هغه له تیرې اوږدې مودې کوښښ کاوه تر څو په ایالتي سیالیو کې ګډون وکړي او د هغې له لارې د هند غوره لیګ کې غوره شي، خو هیڅ فرصت یې ونه موند او د ژور خپګان په صورت کې یې ځان وژنه وکړه چې زموږ ټولو لپاره د حیرانتیا وړ وه».

کرن تیواري په هند کې یو نامشهور تکړه توپ اچونکی و، د نوموړي د توپ اچونې غوره ایکشن او فزیکي جوړښت په هند کې پر ډيل سټين مشهور کړی و خو لیدلي ارمانونه یې پاتې شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x