افغانستان

د څلور سوه طالب بندیانو له ډلې اتیا تنه یې خلاص شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د هغو څلور سوه طالب زندانیانو له ډلې چې د خلاصون موضوع یې په دې وروستیو کې جنجالي شوې وه؛ اتیا تنه یې نن د څرخي پله له زندانه خلاص شول.

د طالبانو د بندیانو کمېسیون سرچینو «نن ټکی اسیا» ته ومنله، چې ددوی له ورسپارل شوي لست سره سم اتیا تنه طالب بندیان د څرخي پله له زندانه ازاد شوي.

دغه زندانیان چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» یې له خلاصون انکار کاوه، د هغه پنځه زره کسیز لست برخه وو، چې طالبانو او امریکا ورباندې په دوحه کې توافق کړی او د شوي توافق په بنسټ، یې حکومت په خلاصولو مکلف دی.

کابو یوه اوونۍ وړاندې اشرف غني د یادو څلور سوه طالب بندیانو په اړه د تصمیم نیولو په پلمه مشورتي لویه جرګه راوبللې وه او یادې جرګې له لوري د پاتې طالب بندیانو له خلاصولو سره تر موافقت وروسته یې د هغوی د خلاصون فرمان لاسلیک کړ.

یاده دې وي، چې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په موضوع کې پرمختګ د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې زیاتې کړې.

طالبانو په بیا، بیا ویلي چې که پنځه زره بندیان یې له لست سره سم خلاص شي، دوی تیار دي د يوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x