نظــر

د جنګي جرمونو په هكله خبر

عبدالغفار سربڼ

دنيا كې له  ١٥٠ كلو نو را په دېخوا ١١٤ جنگونه  تير شوي چې په هغو كې له ٣٥٠ مليونو نه زياد انسانان وژل شوي دي دغه جنگونه اكثرا يا ټول د اروپايي هيوادونو يعنې استعماري دولتونو له خوا پر مخ بيول شوي او يا دا چې دوی ددغو جنگونو دسيسه جوړه كړې ده.

له هغې جملې ١٦٠ ميليونه د استعمار پر ضد  په جنگونو كې وژل شوي، له اول او دوهم جهاني جنگونو د مخه بيا ٨٠ مليونه نفر د روس او انگليس او فرانسې او هسپانيې او پرتگال او هالند جرمني و جاپان او اتريش او داسې نورو هيوادونو په ذات البيني جنگونو  كې د مرگ كندې ته اچول شوی دی.

په اول او دوهم نړيوال جنگونو كې د دوو طرفونو په اخ وډب كې متحدين له يوې خوا او متآلفين له بلې  خوا ١١٠ مليونه خلك وژل شوي دي.

له دغو جنگونو نه وروسته( كوريا  امريكا ٢مليونه ،فرانسه الجزائر ٢ مليونه فرانسه او بلژيك كنكو زاير نايجريا سوډان ٤مليونه، امريكا   فرانسه، ويتنام، كمپوچيا لاوس ٤مليونه روس، افغانستان ٢ ميليونه امريكا – افغانستان عراق سوريه ليبيا ٤مليونه ) او پټ او شكاره نور … پر دغو قربانيانو أضافه كيږی.  دا ټول جنگونه هغه چا جوړكړي چې د دنيا  په مال او دارايي پسې سرگردانه گرځي او غواړي خلك يا غلام او مریي كړي يايې ووژني.

په ټولو جګړو کې بیشماره جنگي جرمونه تر سره شوي دي خو د بې حسابه قتلونو په جرم  صرف ٢١ جرمني او ايټاليايي جنرالان د دوهم جهاني جنگ د جنايتكارانو په تور مجازات شول نور بله جزا چاته ورنكړل شوه، بيا د صربستان يو جنرال أو بس.

سوال دادی چې هغه محكمه چې ددغو جګړو مجرمان  عدالت ته راكش كړي چيري دي، د ملكي قربانيانو شمير زشت زيات دی خو يو جنگي جنايتكار هم ددغو جرمونو په تور نه دی محاكمه شوی.

هغه ډله يیز قتلونه چې  په ویتنام، لاوس، کمبوچیا، کوریا بیا بوسنیا او کوسووا او میانمار، افریقا، کردستان او عراق او سوریه او افغانستان او نورو سیمو کی هره ورځ پيښيږي اصلا کوښښ کیږي چې هیر کړل شي  ټول له هغه نه خبرېږي په وخت یا ناوخته خو نه څوک د دغو جرمونو تحقیق کوي او نه هم څوک د جنایت په سبب سزا ویني، خو د افلاکو او خلکو غوږونه د بشر د حقوقو د مدعیانو له چیغو او بغارو نه کاڼه شول.

د جنگي جرمونو محكمه غرب په خپل واك او خوښه جوړه كړې وه خو د خپلو مخالفانو په خلاف تر دا نن ورځې د هیټلر د وژنو قصې په سلهاوو تلویزونونو او رادیوګانو، اخبار، مجلو او  کتابونو کې په تکرار او تکرار لیکل کیږي او ویل کېږي.

داسې ښکاري چې فقط هغه خلک چې هیټلر په هولوکاسټ کې ووژل انسانان وو او ټول هغه  چې مخکې او پس له هغې وژل شوي څاروي دي.

اوریدل شوي چې په هاګ کې کومه محکمه ده او د جګړه يیزو جرمونو تحقیق په افغانستان کې غواړي.

دې محكمې دا تصميم نيولی چې د ٧٠٠ جرمونو شكايتونو په باب په افغانستان كې تحقيق پيل كړی.

همدا رنګه استرالیا کې ,کانادا او انګلينډ کې ځينې زړه سوانده خلک چې په غربي عدالت او محکمو باور لري او د انساني حقوقو په اصالت عقیده مند دي غواړي د لیوه له ځالې نه نیم جانه ښکار راوباسي.

خو:
امريكا اعلان كړی چې ددغې محكمې محققين، څارنوالان او قاضيان سفر كولو ته نه پريږدي او مخه به يې ونيسي، ډير د شرم ځای دی چې د كابل ادارې له خوا حتی يوه خبره هم په دې باب ونه شوه لكه دا چې دلته كومه حادثه نه ده شوې
بيخي چوپه  چوپتیا ده او دا دليل لري:

دوی دا منلې چې هر هغه څوک چې دلته مري يا طالب دی يا د هغوی طرفدار ان، ملكيان نه شته.

دا فاسق حاكمان  حتی د هغه عسكرو د وينې چې د ناټو په بمبارد كې مري هم پوښتنه نه كوي.

امريكا  په دنيا كې ٧٠٠ پايگاوي لري د دوی هر عسكر چې هر جرم وكړي په هر ځای كې چې وي د امريكا  د قوانينو پر أساس او فقط په امريكا كې محكمه كيږي، كه دوی قتل وكړي مقتول حق نه لري چې د خپل هيواد محكمې ته عريضه وكړی ځکه هلته ويل كيږي چې دوی صلاحيت نه لري.

دغه قاعده د دوی په قراردادونو كې ليكل شوې او د دغو هيوادونو حاكمانو دا له دوی سره منلې.

نن باید له غني او په خصوص له اتمر ,خارجه پایو ددې حکومت نه پوښتنه وشي چې تاسو دغه ماده چې د “قضایی مصونیت” په نامه مشهوره ده هم ولوستله او هم په هغه پوه شوئ او سره له هغه هم تاسو په بیړه او په منډؤ منډو مو لاس لیک وکړ، نو ملي خیانت څه ته وایي.

كه د امريكا محكمې فيصله وكړه او  جمهور ريس مجرم ونه بخښه  او جرم ثابت شو نو د قتل په عوض كې  ٧٠٠ ډالره چې ٥٠٠٠٠ زره افغانۍ كيږي او  د تجاوز په بدل كږ ٣٠٠ ډالره  خساره وركول کیږي، دا د دوی عدالت دی.

د پمپيو اخري اعلان چې  د جنگي  جرمونو د بين الملي محكمې  د كار كونكو د مسافرت  مخنيوی به كوي او د ټرمپ د مجرمينو د عفوې فيصله  يو ځل بیا د ناټو -امريكا اصلي څیره او د دوی د انسان دوستۍ جعلي دعوا  رسوا كوي.

لعنت الله علي الظالمين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هيښ ويښ

يو تريخ حقيقت چې د ښکاره کولو ، منلو او پوښتنې ئې څوک نشته .
د زورور او ظالمانو وحشت مسلط دئ .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x