نړۍ

د متحده عربي امارات او اسرائیل ترمنځ د سولې په نوم هوکړه لاسلیک شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمری، ۱۳۹۹ل): اسرائیل او متحده عربي امارات د امریکا په منځګړیتوب یوې داسې موافقې ته رسیدلي چې له مخې به یې د اسرائیل او عربي اماراتو ترمنځ ډپلوماتیکې اړیکې نورمال حالت ته لاړې شي.

د دریواړو هېوادونو لخوا په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ابو ظبي ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان او د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو د ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د بشپړ ډپلوماتیکو اړیکو په جوړولو موافقه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ لوړ پوړو چارواکو ویلي، د تړون له مخې اسرائیل موافقه کړې چې د لویدیځې غاړې په ساحو کې به د خپل حاکمیت تمدید وځنډوي چې دوی یې د ضم کولو (غصبولو) فکر درلود.

د تړون پر اساس به دواړه هېوادونه سفیران تبادله او په بېلا بېلو برخو کې به همکاري کوي چې د امنیت، تعلیم او روغتیا برخې ښودل کیږي.

په اعلامیه کې راغلي چې ددې تړون له کبله به اسرائیل په ختیځه ساحه کې د فلسطین د خاورې قبضه کول ځنډوي، دوی هیله لري چې دا تاریخي هوکړه به په منځني ختیځ کې سوله راولي.

خو بل لوري ته نړیوالو مبصرینو او ټولنیزو فعالانو په تاریخ کې دا د عربي نړۍ لپاره توره ورځ بللې ده. دا په دې معنا چې عربي امارات د اسرائیل پر هغه ظلمونو چې د فلسطین پر بېوزله ولس یې کړي پرده اچول دي، خو بل لور ته د عربي اماراتو له پټو معاملو یې پرده پورته کړه.

د عربي اماراتو ولیعهد ابن زاید پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي؛ «د امریکا ولسمشر ټرمپ او د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو سره زما د تلیفوني خبرو په لړ کې موافقه وشوه چې د اسرائیل له لورې به د فلسطین د ځمکو نیولو سلسله ودریږي. عربي اماراتو او اسرائیل هم موافقه وکړه چې د ګډې همکارۍ د پېل لپاره نوې نقشه طرحه کړي او دوه اړخیزو اړیکو ته لاره هواره کړي».

د اسرائیل لومړي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ «تاریخي ورځ». هغه دغه راز زیاتوي، عربي اماراتو سره اړیکې نورمالول به نورو عربي هېوادونو سره د اړیکو جوړولو ته لار هواره کړي.

که څه هم له دې وړاندې هیڅ خلیجي هېواد له اسرائیل سره ډپلوماتیکي اړیکې نه درلودې، خو وخت په وخت اسرائیلي چارواکو دغو هیوادونو ته ښکاره او پټ سفرونه کړي او اسرائیل تل ویلي چې دوی د پردې تر شا د یو شمیر عربي هیوادونو سره ښې اړیکې لري.

د امریکا ولسمشر وایي تمه کیږي د لاسلیک مراسم به په څو اونیو کې په سپینه ماڼۍ کې ترسره شي.

په ۱۹۴۸م کال کې د اسرائیل له جوړیدو وروسته عربي امارات دریم هېواد شو چې د اسرائیل سره هوکړه کوي، له دې وړاندې دغه ګام مصر او اردن هم پورته کړی دی.

د نړۍ د هېوادونو غبرګون:

مصر، بحرین، اردن او بریتانیا هغه هېوادونه دي چې د عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ د هوکړې هرکلی کوي، په داسې حال کې د ترکیې د ولسمشرۍ ویاند وایي، تاریخ به ولیکي هغه چا چې د فلسطین خلکو او فلسطیني قضیې سره خیانت کړی دی هغوی بایلونکي دي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر په سمدستي توګه په عربي اماراتو کې د فلسطین سفیر ور بللی دی. فلسطیني لوړپوړي چارواکي وایي چې دا تړون د قدس، اقصی او د فلسطین قضیې سره خیانت دی.

ایران وایي چې متحده عربي امارات اسرائیل سره په حالاتو عادي کولو کې تیروتنه کوي او دا به پر دوی ناوړه فشار ولري.

بل لور ته د حماس ډلې دا موافقه «د اسرائیل د جرمونو په مقابل کې یوه وړیا ډالۍ» بللې ده چې په وینا یې اسرائیل ته ‘د هغو جرمونو او سرغړونو په بدل کې ورکول کېږي چې د فلسطینیانو په حق کې یې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م محمدرضاء رحماني

هو دا رېښتیاده چې د نورو عربي هېوادونو سره به د أړیکو لار پرانستل شي ، اول خو به په لنډ وخت له سعودي څخه خبر شو چې له اسرائلو سره یې دپلوماتان یو تربله ولېږل ، د هر کار لومړیتوب چې امارات وکړي دوهم یې سعودي ضرور کوي ، حسبنا الله ونعم الوکیل

جمیل

په ټوله اسلامی نړی کی علم بند او عالم بندی دی ، نوی نسل ته حلال او حرام لا نه ورښول کیږی د یهودو او نصاراوو ظلمونه او اشغال خو ګرسره آخوا پریږده ، ملا او طالب تر ټولو بد معرفی کیږی خو شرابخوره نکټایی والا بیا روشنفکره او مترقی دی .
الحمدلله زمونږ په ګران هیواد کی د علماوو دومره قدر کیږی چی د هغو په امر ځوانان خپلی ځوانی قربانوی د غاصبو یهودو سره یی د دوستی خیال په خیالو کی هم نه ورځی ، دا ټوله د توری برکت دی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x