ټولنیزه برخه

مېرمنو ته: هغه زهر چې سړي وژني!

مولوي محمدرضاء رحماني

یوه مېرمن له ګډ ژوند څخه ډېره ستړي شوه ، بالاخره یې پرېکړه وکړه ترڅو خپل خاوند ووژني.

سهار د مشورې په موخه د پلار کور ته ولاړه ، ترڅو له مور سره د زړه خبره یاده کړي ، مور ته یې وویل مورې!
له خاوند څخه مې ډېره ستړي یم ، ژوند مې ډېر
خراب دی ، له ده سره ژوند کول راته ګران شول
، غواړم چې زهر ورکړم ویې وژنم ،خو له قانوني سر غړونې هم وېریږم ، غواړم په دې کار کې راسره مرسته وکړې؟

مور جواب ورکړ: ولې نا لورې!
زه مرسته درسره کوم خو یو آسان کار دی هغه به ته ترسره کړې!
لور وویل کوم کار دی مورې؟ زه تیاره یم هر کار چې وي ترسره کوم یې ترڅو له ده څخه مې ځان خلاص کړم.

مور وویل ډېره ښه ده لورې!
دداسې شپږو شیانو ګډه نسخه درکوم چې ددې دواء په کارولو به ورو ورو هغه مړ شي ، لور ول
سمه ده.

(۱) ته باید له هغه سره پخلاینه وکړې ، له دې أمله به هیڅ څوک په تا ګومان ونکړي چې کله هغه مړ کیږي.
(۲) ته باید هره ورځ ځان ښایسته کړې ترڅو ځوانه او د خاوند لپاره خوښونکي جوړه شې.
(۳) ته باید د هغه ښه پاملرنه وکړې ، دهغه او د هغه پر کورنئ مهربانه اوسه او ستاینه یې کوه.

(۴) ته باید له ډېر صبره کار واخلې ، ته باید مینه وکړې ، ته باید له ضد څخه کار وانخلې ، ته باید خبره ښه واورې ، ته باید ډېر احترام ولرې.
(۵) پیسې ولګوه خو ډېر مصرف مکوه ، که خاوند د هرڅه لپاره پیسې درکړې غوصه مکوه.
(۶) پر خاوند باندې خپل غږ مه پورته کوه ، سوله کوه ، مینه کوه ، ترڅو څوک په تا ګومان ونکړي چې کله دې خاوند مړ کیږي.

مور وویل لورې! دا کارونه ترسره کولی شې؟
لور وویل هو مورې! سمه ده
مور یې وویل لورې! دغه دواء په روزانه خوراکونو کې ورکوه خپل هدف ته به ورسېږې.

۳۰ ورځې وروسته یې لور راغله ول مورې!
زه مې د خاوند د وژلو نیت نلرم .
مورې! نه غواړم چې له هغه څخه جدا شم .
مورې! هغه اوس زما ډېر خوښ دی ، ځکه چې په هغه کې اوس ډېر بدلون راغلی ، هغه ډېر مهربان خاوند دی ، هغسې نه دی څنګه چې ما فکر کاوه .

مورې! څنګه کولی شو هغه زهر چې غوښتل مو هغه پرې ووژنو له مېنځه یوسو؟
مورې! مهرباني وکړه کومک راسره وکړه!
مور یې په غمجنه لهجه ور غږ کړ لورې؟
ما ډېره ساده آسانه دواء درکړي وه ، هغه یې هیڅ کله هم نه وژني.

په حقیقت کې ته پخپله هغه زهر وې چې په ډېر تاوتریخوالي ، اختلافاتو ، مشکلاتو خپل خاوند ووژنې ، خو چې کله دې مینه ، خدمت ، عزت ، ترسره کړل تا ولېدل چې هغه څومره مهربان او ښه انسان وو.

سړي هیڅ کله هم بد نه خوښوي ، د هغوی عکس العمل د مېرمنو په أړیکه پورې تړاؤ لري ، أړیکه چې څومره هم له مینې ، خدمت ، احترام څخه پیاوړي وي ، همدومره یې ۱۰۰% پایله هم د مېرمنو لپاره مثبته وي.
او که خدای مکړه ددې په خلاف وه بیا نو د ښه ژوند کولو طمعه لویه اشتباه ده.

ربنا هب لنا من ازواجنا و ذریتنا قرة أعین وجعلنا للمتقین اماما

اللهم صل علی محمد وعلی آله و عترته بعدد کل معلوم لک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x