ټولنیزه برخه

محترم استاده!

قانت هلمندی

محترم استاده! کوم زده کوونکي چي ستا په وړاندي ناست دي، هغوى ستا سره امانت دي او په امانت کي خيانت د مؤمن صفت نه دی.

محترم استاده! همدا زده کوونکي دي چي د اسلام ستر لارښود رسول اکرم – صلى الله عليه و سلم- يې په اړه توصيه کړې چي بايد ښه چلند ورسره وسي.

محترم استاده! همدا زده کوونکي دي چي نن ته ورته درس ورکوې، خو سبا همدا کسان ستا ځاى ناستي دي، نو کوښښ وکړه چي داسي څه ورانتقال کړې چي د خير باعث وي.

محترم استاده! زده کوونکي د زور ازمويلو وسيله نه ده، بلکي د علم لېږلو او ساتلو وسيله ده، نو هيڅکله خپل زده کوونکي دومره مه وهه چي د علم څخه يې زړه تور او بالآخره ته هم تر الهي وعيد لاندي راسې.

محترم استاده! ستا زده کوونکي ستا سره مينه لري، نو ته هم د خپل حيثيت له مخي د هغوى سره د معنوي پلار په څېر چلند وکړه.

محترم استاده! کله چي ستا زده کوونکی يوه تېروتنه کوي، يا هم ستا بې عزتي کوي، نو ته هم داسي سزا ورکړه، کوم چي خپل اولاد ته ورکوې.

محترم استاده! ستا زده کوونکي ستا کړني په خپلو ذهنونو کي رسموي او د عمل ډګر ته يې راباسي، نو هيڅکله داسي کړنه مه ترسره کوه چي وروسته په عمل کي ټولني ته د منلو وړ نه وي.

محترم استاده! آيا کله هم د زده کړي پر مهال استاد سزا درکړې؟ آيا کله هم استاد رټلى يې؟ هغه مهال ستا عکس العمل څه وو؟ نن ورځ ته هغه استاد يې او ستا زده کوونکي ستا په څېر زده کړه کوي، نو د هغوى رټل، هغوى ته سزا ورکول او داسي نور څه په دې شرط وکړه چي ستا د زده کړي پر مهال تا ته د منلو وړ وو او تا منفي غبرګون ورباندي نه ښکاره کاوه.

محترم استاده! خپلو زده کوونکو ته دومره سزا ورکړه چي ته د آخرت په ورځ کي د هغومره عذاب توان لرې.

محترم استاده! شريعت تا ته اجازه درکړې چي خپل زده کوونکي د تاديب لپاره ووهې، خو داسي نه چي پلار يې درته ويلي چي: “غوښي يې ستا، هډونه يې زما” ځکه د پلار دا وينا يې حقيقت نه لري، بلکي هغه د يوې خواخوږۍ له مخي وايي چي اصلاً مطلب يې همدا خبره نه ده او که چيري يې همدا ظاهري خبره مطلب وي، نو بيا خو يې پلار د دې مالک نه دی، بلکي يو انسان د خپل بدن د هيڅ غړي د پرې کولو يا له منځه وړلو حق نه لري او بل کس خو دا اختيار ګرسره نه لري.

محترم استاده! ستا او ستا د زده کوونکو خيرخواهي په دې کي نغښتې ده چي ټولي چاري مو د الله عزوجل او د هغه د خوږ رسول صلی الله علیه وسلم په لارښونه سره تعامل وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx