شعـــــرونه

بې ﺗﺎ مې ﭘﺮ ﻭﺟﻮﺩ ﺩ ﺑﻞ ﭼﺎ ﻭﺍﺭ ﻧﻪ و سړﯾﻪ/ الفت جان

الفت جان

بې ﺗﺎ مې ﭘﺮ ﻭﺟﻮﺩ ﺩ ﺑﻞ ﭼﺎ ﻭﺍﺭ ﻧﻪ ۇ سړﯾﻪ
ﻭ ﺳﺮﺗﻪ مې ﻭﻻړ ﻫﯿڅ ﯾﻮ ﺍﻏﯿﺎﺭ ﻧﻪ ۇ سړﯾﻪ

ﺍﯼ! ﺯﻩ ﺧﻮ ﻫسې ﻫﻢ ﺩﺷﻬﺎﺩﺕ ﭘﻪ ﺧﻮﺏ ﻭﯾﺪﻩ ﻭﻡ
ﺧﻮ ﺳﺘﺎ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩﺍ ﻭﺣﺸﺖ په کار ﻧﻪ ۇ ﺳړﯾﻪ

ﺳﺮﯤ ﺳﺘﺮګې ﺷﯿﻄﺎﻧﻲ ﻧﺸﻪ کې ﻏﺮﻕ ﻭې ﺳﺘمګرﻩ
ﭘﻪ ﺯړﻩ کې ﺩﯤ ﻟﻪ ﺭﺏ څخه هیڅ ډﺍﺭ ﻧﻪ ۇ ﺳړﯾﻪ

ﭼﯥ ﺗﺎ ﻣﯥ ﭘﺮ ﺷﻬــــﯿﺪ ﻭﺟﻮﺩ ﺩ ﺗﺒﺮ ګﻮﺯﺍﺭ ﻭﮐړﻭ
ﭘـﻪ ﺯړﻭ ﮐﯥ ﺩ ﻣﻮﻣﻨـــــﻮ هیڅ ﻗﺮﺍﺭ ﻧﻪ ۇ ﺳړﯾﻪ

ﺭﺍ ځي ﺑﻪ ﺩ ﺣﺴﺎﺏ ﮐﺘﺎﺏ ﻣﯿﺪﺍﻥ ﺗﻪ ﺍﻧﺘﻈﺎﺭ ﺷﻪ
ﺧﻮ ﺧﯿﺮ ﮐﻪ ﻣﯥ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺻﺤﻨﻪ ﮐﯥ ﯾﺎﺭ ﻧﻪ ۇ ﺳړﯾﻪ

ﺍﻟﻔﺖ ﺩﯤ ﺩﺷﻬﯿﺪ ﯾﺎﺭ ﭘﻪ ﻇﻠﻤﻮ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺯﻫﯿﺮ ﮐړﻡ
ﭘﻪ ﮊﻭﻧﺪ ﮐﯥ ﺩﺧﻮښۍ ﻣﯥ ﻫﯿڅ ﺍﻇﻬﺎﺭ ﻧﻪ ۇ ﺳړﯾﻪ
ــــــــــــــ
الفت جان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x