لیکنې

سوله او عبادت

محمد يعقوب نائل

خلک فکر کوي چې عبادت يوازې دې ته وايي چې په جومات يا کور کې دوه رکعته نفل لمونځ وکړې يا د يو مسکين سره مرسته وکړې، روژه ونيسې، زکات ورکړې يا حج وکړې او د عبادت له نورو برخو څخه غافل شې، کېدی شي د عبادت هغه برخې چې ته ترې ناخبره يې، الله تعالی ته تا ډېر نزدې کوي، د هغه عبادتونو په نسبت چې ستا ورته فکر وي او تل يې ته ادا کوې.

دغه کوم عبادت دی چې د لمونځ، روژې او صدقې څخه غوره والی لري؟

د نبي –عليه السلام- حديث دی : (عَن أمِّ الدَّرداء عن أبي الدَّرداء رضي الله عنهما قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:”ألا أُخبِرُكم بأفضلَ من الصَّلاة والصِّيام والصَّدَقة ؟  قُلنا: بَلَى يا رسول الله، قال إِصلاحُ ذاتِ البَيْن (العَداوةِ والبَغضاءِ)”  وإفسادُ ذات البَيْن هي الحَالقةُ”..هذا الحديث رواه أبو داود، والتِّرمذيُّ)

ژباړه : ام الدرداء –رضي الله عنها- د ابو درداء – رضي الله عنه – څخه روايت کوي، هغه وايي چې رسول الله –صلی الله عليه وسلم- وفرمايل : ايا د داسې (يو شي) خبر درنه کړم چې د لمانځه، روژې او صدقې څخه غوره دی؟ موږ وويل : ولې نه؟ خبر يې راکړه! هغه وويل : په خپل منځ کې (د دښمنی او غوسې ختمولو په خاطر) سوله راوستل، خو گورئ په دې باندې ځان پوه کړئ چې خپل منځي فساد خروونکی دی.

موږ تاسو وينو چې انسان کله کله د خپل سر وېښته لرې کړي، دلته د خپل منځي فساد دا مطلب نه دی چې سرونه مو خرېول کيږي، بلکې د يو بل دين ته نقصان رسوئ، کله به ته د هغه غيبت کوې، هغه به ستا غيبت کوي، ته به هغه ته ښکنځلې کوې، هغه به تا ته ښکنځلې کوي، کله په ناحقه د يو بل مالونه خوري، آن تر دې چې خبره د يو بل زخمي کولو او وژلو ته ورسيږي، په حقيقت کې دا ستاسو دواړو د دين نقصان دی.

رسول الله –صلی الله عليه وسلم- به د خلکو ترمنځ په سوله راوستلو کې زيات حرص کولو، تاسو قران کريم ته لږ سر ورښکاره کړئ!

الله تعالی فرمايي : (لَّا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ ۚ سورة النساء : ۱۱۴).

ژباړه : په ډېرو کېنستلو (بې ځايه مجلس کولو) کې (هيڅ) خير نشته، پرته له هغه چې څوک د خيرات، کومې ښېگړې يا د خلکو ترمنځ د سولې امر وکړي.

ای الله! افغانانو ته د سولې ارمان پوره کړه!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x