نظــر

ټولنه او ماحول لوی اثر لري!

منيب بختور

که چیرته مونږ او تاسو هرې زمانې ته او شاتني تاريخ ته پام وکړو نو هر قسمه وحشت او ظلم چې شوی هغه هم د ټولنې اثر او که هر رنګه عدل او انصاف شوی هغه هم د ټولنې اثر دی.

په يوه ټولنه کې، په یوه ماحول کې چې سړی رالوييږي نو د هغې ټولنې او د هغه ماحول اثرات به پکې موجود وي، نو له بده مرغه مونږ افغانان خپل وروڼه مو دا شل کاله په یوه ظالم او وحشي ماحول کې داسې نازولي وروزل شول لکه د مور په غیږه کې یو ماشوم نو دې ظالمانو ته ظلم ظلم نه ښکاري دوی په لويو لویو ظلمونو باندې فخر کوي.

که چيرته دوی ته ظلم فخر او اعزاز نه معلوميدلی نو بيا به دوی د هغه يوه کوچي څخه ويډيو نه کوله چې د سړک په غاړه يې په مرميو غلبيل غلبيل کړ او همدارنګه دوی به د هغه بل ظلم ويډیو هم نه کوله چې د سړک په غاړه يې یو مظلوم مسلمان په رینجر پسې تړلی کش کاوه او همدارنګه دوی به دې ابله ورځني ظلم ويډيو هم نه کوله چې شهيد جسد په تبر ټوټه کوي.

لله الحمد د طالبانو د شهادت ارزو او امید هميشه په زړه کې وي نو هغه د اولې سلګۍ سره د ژوند ټول ارمانونه پوره شي او ای بدمعاشه ظالمه اول خو ته دا ظلم کوي چې تا د ملت د تا د ناموس او د تا اسلام او تا د فرهنګ او کلتور ساتونکی او د تا خپل افغان ورور په ګولیو ولي او بیا دا ظلم چې ته د هغه مظلوم جسد په خاورو بروت د خدای جل جلاله  په دین قربان قربان جسد په تبر ټوته کوي.

شاید تاته دا کار معزز او مکرم ښکاري ځکه ته انسان نه ښکاری تا زړه بدل شوی، ته به یوه داسې وحشیانه ټولنه کې را لوی شوی يې چې تانه د انسانیت طمع کول کم عقل توب او ليونتوب ده ته يو درنده ځناور يي تا لا دا احسان ګړی چې تا د دوی هډوکي ټوټه کړل او ودی نه خوړل ځکه تا ټول عمر د ملت وینې د یو څو ډالرو د پاره خوړلي ته په ظلمونو فخر کوې له تا نه ګيله نه ده پکار خو ستا جنازه کول هم نه ده پکار، په تا باندې د قبر جوړول هم ظلم دی.

ای د تا مور او پلار به هم په تا فخر کوي، ظالمه تا به نور څومره بدتر کارونه کړي وي تا به نور څومره افغانان زورولي وي ته به دنیا ته کوم پیغام ورکړې؟

خدای تعالی خو دې زر تر زره تا په سزا ورسوي او ان شاءالله قريبه ده چې ته به هم په خپله سزا ورسیږې او ددې هر بد عمل حساب به درسره وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x