افغانستان

ننګرهار کې بمي چاودنو ۸ تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د دوو بمي چاودنو له امله د ۸ تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، پرون د پنجشنبې په ورځ ناوخته ددې ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې دوه پرله پسې چاودنې شوي، چې له امله یې ۸ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، لومړۍ چاودنه د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) په موټر شوې، چې په ترڅ کې یې ۵ تنه سیمه ییز پولیس(اربکیان» ټپيان شوي او دوهمه چاودنه د ملکي خلکو په موټر ترسره شوي، چې پایله کې یې درې تنه ملکیان ټپيان شوي دي.

باید وویل شي په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د هوايي بریدونو، ډیسي توپونو او بمي چاودنو له امله د ملکي تلفاتو کچه بیخي زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx