افغانستان

دولتي عسکرو په فاریاب کې د نجونو یوه لیسه بمبار او سوځولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په هوايي بریدونو کې د نجونو یوه لیسه او د استوګنې یو کور سوځېدلي دي.

د سیمې خلکو ددې ولایت ځايي خبریالانو ته ویلي، پرون د پنجشنبې په ورځ(۲۳ زمري) له غرمې وروسته د خواجه سبزپوش ولسوالۍ بادغیسي کلي ته څېرمه د دولتي عسکرو یو اکمالاتي کاروان د تیرېدو په حال کې ؤ، چې طالبانو ورباندې برید کړی او د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده.

د سرچینو په خبره په دغه نښته کې چې دولتي عسکرو له هوايي بریدونو او درنو وسلو هم کار اخیستی، په ترڅ کې یې د «بادغیسي» کلي د نجونو لیسه د دولتي ځواکونو لخوا بمبار شوې او په بشپړه توګه سوځېدلې ده.

ددې ترڅنګ د استوګنې یو کور هم بمبار شوی، چې پایله کې یې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بادغیسي کلي د نجونو لیسه کې شاوخوا ۷۵۰ نجونو زده کړې کولې، چې د دولتي عسکرو لخوا بمبار او په دې توګه هلته سلګونه نجونې له زده کړو څخه بې برخې شوې دي.

دولتي عسکر په داسې مهال په فاریاب کې د نجونو لیسه بمباروي، چې وړمه شپه د تخار ولایت مرکز کې د امنیه قومندانۍ او ملي امنیت ودانیو ته څېرمه د ابوعثمان تالقاني په نوم تاریخي لیسه هم د ناڅرګندو ټوپکوالو له لوري سوځول شوې ده، کومه پېښه چې طالبانو وغندله او د «دښمن» ناکامه هڅه یې وبلله.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر ښوونځي او تعلیمي مراکز بمباروي او ویجاړوي، بلکې تردې وړاندې هم د ننګرهار، لغمان او فراه په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د دولتي عسکرو د پوستو په څو مترۍ کې ښوونځي او تعلیمی مراکز په مرموز ډول سوځول شوي، چې تر نن ورځې یې قضیې نه دي څیړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خو د طالبانو په خوښه کار شوی. هغه کار چی د طالب په پروګرام او پلان کی وه هغه حکومت وکړ څومره ښه. حکومت هم کله کله اسلامی کارونه کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x