افغانستان

کاپیسا کې د قومندان په ګډون ۳ دولتي عسکر مړه او یو بل بې درکه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې د دویم کنډک قومندان اسدالله په ګډون ۳ عسکر وژل شوي او یو بل عسکر طالبانو ځان سره ژوندی بوولی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د پنجشنبې(۲۳ زمري)  په شپه لس نیمې بجې د تګاب ولسوالۍ په شهرک سیمه کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ نښته پیل شوه، چې تراوسه هم روانه ده، په دغه نښته کې د دویم کنډک قومندان اسدالله، بریدمل محمد او ابراهیم عسکر په نوم ۳ تنه عسکر وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې ددې ترڅنګ یو دولتي عسکر او دوه ملکیان ټپیان شوي او یو بل دولتي عسکر طالبانو ژوندی نیولی دی.

که څه هم تر دې دمه دفاع وزارت په دې اړه رسما څه ویلي نه دي؛ خو د سیمې خلک وايي چې نښته لاهم روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

INNA LELLAHI WA INNA ELLAIHI RAJEAOON

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx