افغانستان

له اطرافي وروسته اوس طالبان په پلازمینه کابل کې هم پراخ نفوذ لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني د عامه اړیکو او ستراتيژیکو چارو رئیس وحید تایید کړه، چې طالبان اوس د هېواد پلازمینه کابل ښار کې پراخ نفوذ او بشري ملاتړ څخه برخمن دي.

نوموړي دا څرګندونې له ځوانانو څخه د ملاتړ یاد غونډې ته د وینا پرمهال کړي او زیاتوي، که څه هم د طالبانو ملاتړي نفوذي کسان په کابل ښار کې په عادي بڼه ګرځي؛ خو په خبره یې همدا کسان د طالبانو «نفوذیان او ځواکونه» دی.

وحید دغه راز د ناستې ګډونوالو ته د وینا په ترڅ کې ټینګار کړی، چې له طالبانو د سیاسي جوړ جاړي له مخې سوله امکان نه لري، د هغه په اند له حکومتي بنسټونو دباندې باید سولې ته زمینه برابره شي.

ددې ترڅنګ د پخلاینې عالي شورا هم له ځوانانو څخه د ملاتړ یادې ناستې ته د یو پیغام له لارې ویلي، افغانستان له ګواښونو سره مخ دی؛ خو د سولې رامنځ ته شوې موقع څخه باید ګټه پورته شي.

حکومت زیار باسي ترڅو سوله په دومره بیه وانخلي چې د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې،  سیاسي  او دولتي جوړښتونه ورسره له منځه ولاړ شي.

دغې ناسته کې د وزیرانو شورا د دارالانشاء پخواني مشر نصر الله ارسلا بیا ویلي، چې د سولې په هڅو کې باید د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې، سیاسي جوړښتونه او دولتي بنسټونه خوندي پاتې شي.

له بل پلوه په بشري حقونو کې د دولت وزیرې سیما سمر یادې ناستې ته ویلي، د یوې لنډمهالې معاملې پر لور روان یو؛ خو په خبره یې له دې معاملې سره تلپاتې سولې ته نه رسیږو.

د شنونکو په باور په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده، راتلونکې اونۍ د طالبانو او افغان جهتونو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شي، د کابل حکومت چارواکو لخوا دا ډول شکمنې او د سولې ضد څرګندونې د سولې روانې پروسې د سبوتاژ کولو څخه پرته بله موخه نه شي لرلای، چې په خبره یې کورني او نړیوال سوله خوښي مشران باید ورته متوجه اوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

KA SHPAH HAR CHO TIARAH WI STORI SHKARI
DAGHA HAQIQAT DI DA TAREEKH PA MADDAA

THE TALIB WHITE TURBANS LIKE THE EARLY MORNING STARS WILL KEEP SHINING

طوطی

همدا وجه ده چی پرون مو د خاکجبار په ولسوالی کی دري عسکر په بی رحمانه توګه شهیدان کړل. دا چی د هغوی په بچیانو او دوستانو څه تیریږی د هغه ځواب به بیا په آخرت کی وایی. له یوی خوا د سولی یادونه کوی، له بلی خوا خلک وژنی. که په ریښتیا جهاد کوی یووار د شبرغان او جوزجان خواته هم ولاړ شی او د لیلی د شتی د طالبانو خون وګټی. ما تر اوسه ندی اوریدلی چی هلته کومه انتحاری شوی وی. فقط پښتون وژنه مو زده ده او بس.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x