نظــر

وړوکی محمد طارق په لس کلن ورور د پلار مینه ماتوي

عاکف مهاجر

نن د جمعې ورځ د ۱۳۹۹ کال د زمري په ۲۴مه د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ شملزو سیمې ته تللي وو چیرته چې د خوست د کمپاین ضربتیانو د ۲۰۱۸ کال د ۷مې میاشتې په ۱۳ تاریخ چاپه وهلې وه او په همدغه سیمه کې یې تر ۷۰ پورې عام خلک شهیدان کړي وو.

په دغه سیمه کې د عامو خلکو ځینو هغو کورونو ته ورغلو چې د ضربتیانو له لوري یې د کورنۍ غړي وژل شوي وو چې په دغو وژل شویو کې یو هم د سیمې یو تن عالم مولوي عبدالرحیم وو چې نه مجاهد او نه یې له مجاهدینو سره اړیکه درلودله.

لس کلن سید عبدالله چې په غیږ کې یې ماشوم ورور نیولی وو د چاپې کیسه یې دا ډول راته وکړه.
نیمه شپه دولس بجې شاوخوا وې ضربتیانو مو دروازه په زوره زوره را و وهله پلار مې ور غږ کړ چې صبر درخلاصوم یې خو تر هغو په کلا راواوښتل او ویل یې چې مه یې خلاصوه او له راوښتلو سره یې دروازه هم والوزوله چې سمدستي یوه ګله خلک کور ته راننوتل او انګړ مو ډک شو.

سید عبدالله وایي چې د ضربتیانو له راتګ سره مو کور کې وحشت او ظلم جوړ شو له یوې کمرې وتل په بله ننوتل، ماشومان او ښځې یې هم وهلې، چې له تلاشي وروسته یې مونږ یوې کمرې ته دننه او پلار مو راڅخه بیل کړ.

عبدالله په وارخطا حالت کې روانې خبرې کولې ویل یې چې همدغه مو په ژوند د پلار وروستی دیدن وو.
نوموړي زیاته کړه چې تر سهار مونږ له پلار نه وو خبر خو دوی همغه مهال په بله کمره کې په سر سر ویشتلی او په شهادت رسولی وو.

وړوکی محمد طارق چې د پلار د شهادت پر مهال د څلور میاشتو وو اوس یې لږ لږ خبرې کولی شوې خو لس کلن ورور سید عبدالله باندې یې د پلار مینه کوله.

د افغانستان هره سیمه کې همدغه بلا خپره ده خو د دغې کورنۍ سرپرستي بیا اوس د همدغه لس کلن سید عبدالله پر غاړه وه.

کله مې چې ترې وپوښتل د کور وضعیت مو او د خلکو مرسته درسره څنګه ده، په کمکۍ ژبه یې ویل نور خو څوک خاص مرسته نه راسره کوي یواځې طالبان کله کله څه راته راوړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx