افغانستان

یوناما په زابل کې د طالبانو جسدونو ته شوی سپکاوی«ټکان ورکوونکی» بللی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه هیئت(یوناما) په زابل ولایت کې د دولتي عسکرو لخوا د طالبانو جسدونو ته شوی سپکاوی«ټکان ورکوونکی» وبللو او غوښتنه یې کړې، چې دا موضوع باید ژر تر ژره وپلټل شي.

له وړمې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې هغه «زړه بوږنوونکې» ويډیو لاس په لاس کېږي، چې په کې د کابل حکومت عسکر د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یو شمېر وژل شوو طالب جنګالیو جسدونه په ساتول وهي او د وجود غړي یې ترې غوڅوي.

دغه ويډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې ډیره لاس په لاس او د ټولنیزو او مدني فعالانو«جنایت» لخوا جنایت بلل شوې، په تړاو یې د ملګرو ملتونو ملتو د مرستندویه سازمان یوناما هم غبرګون ښکاره کړی دی.

د یوناما دفتر د پنجشنبې په ورځ(۲۳ زمري) ناوخته په ټویټر پیغام کې دغه پېښه «ټکان ورکوونکې» بللې او د چټکو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

په ورته مهال د کابل حکومت دفاع وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښه په جدي توګه څیړي او که دوی ته ثابته شوه چې په دغه پېښه کې لتاړ کسان د «ملي اردو» عسکر وي، د کابل حکومت د قوانینو له مخې به ورسره سرغړوونکو سره چلن کیږي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمان (یوناما) هم په ټویټر پیغام کې لیکلي دي: « د دفاع وزارت څېړنې باید چټکې او روښانه وي، د جرم د اثبات په صورت کې باید مجرمین عسکر حساب ورکوونکي وي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم تیره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې او په نړیوالو بشري او حقوقي سازمانونو یې غږ کړی چې باید ددې پېښې د عاملینو په وړاندې چوپ پاتې نه شي: «اسلامي امارت په نړیوالو بشري ادارو، حقوقي نهادونو او د ملګرو متلونو په سازمان غږ کوي چې د کابل ادارې د  داډول وحشتونو په وړاندې چوپ پاتې نشي، یاد عمل وغندي، عاملینوته يې د سختې سزا ورکولو زمینه سازي وکړي او په راتلونکي کې د داسې بوږنوونکو پيښو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د وژل شوو طالب جنګیالیو جسدونو ته سپکاوی کوي، بلکې تردې وړاندې هم څو ځله دولتي عسکرو او اربکیانو د طالبانو او ملکي خلکو جسدونو سره ورته عمل کړی، چې تراوسه یې عاملین د کابل حکومت په محاکمو نه دي محاکمه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x