افغانستان

نیمروز: پرلپسې چاودنو کې د قومندان په ګډون ۸ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې ددو چاودنو له امله د یو قومندان په ګډون ۸ دولتي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري آژانس ته ویلي، لومړۍ چاودنه نن د جمعې په ورځ(۲۴ زمري) سهار د خاشرود ولسوالۍ په منار سیمه کې هغه مهال د عسکرو په رینجر موټر وشوه، کله چې عسکر ددې سیمې د امنیتي پوستې په اکمال بوخت وو.

په دغه چاودنه کې د عسکرو رینجر موټر ویجاړ شوی او ۷ تنه عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، له دې چاودنې سمدستي وروسته د اکمال شوې پوستې قومندان په بیړني ډول د پېښې ځای ته ځان رسولو، چې د ډیرې وارخطايۍ له امله یې د کمربند څخه لاسي بم پرېوتلی او چاودنې سره یې یاد قومندان وژلی دی.

په نیمروز ولایت کې د عسکرو قومندان په داسې مهال د خپل لاسي بم په وسیله وژل کیږي، چې تیره اونۍ د هرات ولایت د ملي امنیت په ریاست کې دننه د یو عسکر څخه د ډیر وارخطايۍ له امله د راکټ ډز شوی ؤ، چې په ترڅ کې ۸ تنه ټپيان شوي وو.

که څه هم امریکا او ائتلافي هېوادونو په تیرو نولسو کلونو کې په افغانستان کې د دولتي عسکرو د پوځي روزنې په پلمه ملیاردونو ډالره په مصرف رسولي؛ خو اوس هم دولتي عسکر د جنګي مورال نه لرلو ترڅنګ د کمزورې پوځي روزنې څخه شکایت کوي، چې وخت ناوخته د جګړې په کرښو کې عسکر خپل د څنګ ملګري په نښه کوي او تلفات ورته اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x