افغانستان

دولتي عسکرو لوګر کې د «تلاشۍ» په پلمه د خلکو کورونه لوټلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې دولتی عسکرو د شپنیو عملیاتو پرمهال د خلکو کورونه لوټلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

ځايي خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو پرون شپه د محمدآغې ولسوالۍ په «دهنو» کلي کې د خلکو په کورونو چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې په «بمونو» الوزولي او د «تلاشۍ» په پلمه یې د خلکو له کورونو څخه قیمتي توکي او نقدي مالونه لوټلي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه خپاره شوي خبر کې داسې ویل شوي: «پرون شپه د لوګر محمداغې ولسوالۍ مربوط دهنو کلي کې ګډ دښمن په اولسي کورونو چاپه وهلې، د ملکي خلکو د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې د تالاشۍ په بهانه یې د خلکو قیمتي اجناس او نغدې پیسې لوټ کړې دي، او  د تلو په وخت یې د یو عام کلیوال کور په بمونو الوزولی دي.»

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د «تلاشۍ» په پلمه د خلکو کورونه لوټي او قیمتي اجناس ورڅخه غلا کوي، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې دولتي عسکرو د خلکو د کورونو دورازې په بمونو الوزولي او مالونه یې ورڅخه لوټلي، چې له امله یې د ولس  او حکومت ترمنځ واټن لا زیات شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x