افغانستان

هرات: د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې ۲ میرمنې وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو توپونه ویشتلي، چې له امله یې ۲ میرمنې وژل شوي دي.

دا پېښه تیره شپه د شینډنډ ولسوالۍ د عزیزآباد په مانک سیمه کې رامنځ ته شوې، چې پرمهال د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه هم اووښتي دي.

ځايي خلکو او طالبانو هم دغه پېښه تایید کړې ده. د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره خپاره شوي خبر کې داسې راغلي دي: «تیره شپه دهرات ولایت شینډنډولسوالۍ دعزیزآباد دمانک سیمه کې دملکي خلکوپر کورونو د مزدور دښمن دډيسي توپونو په ډزو باندي ۲ ښځې شهیداني شوي . انالله واناالیه راجعون»

باید وویل شي چې د سولې پروسې چټکتیا او بین الافغاني مذاکراتو نیټې له نیږدې کېدو سره دولتي عسکر د ملکي خلکو په کورونو او عام تأسیساتو بمباري او د توپونو ویشتلو ته زور ورکوي، چې د شنونکو په باور دارنګه بریدونه کولای شي د سولې خبرې ټکنۍ او یاده پروسه ورسره زیانمنه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x