افغانستان

زابل کې د طالبانو د جسدونو«بې حرمتۍ» سخت غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا د طالب جنګیالو جسدونو ته «بې حرمتۍ» له کبله په کور دننه او نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپاریدلي او دا کار یې «بشري جنایت» بللی دی.

له وړمې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې هغه «زړه بوږنوونکې» ويډیو لاس په لاس کېږي، چې په کې د کابل حکومت عسکر د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یو شمېر وژل شوو طالب جنګالیو جسدونه په ساتول وهي او د وجود غړي یې ترې غوڅوي.

دغه ويډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې ډیره لاس په لاس او د ټولنیزو او مدني فعالانو لخوا «جنایت» بلل شوې، په تړاو یې افغانستان کې د بشر حقونو سازمان او د ملګرو ملتونو ملتو د مرستندویه سازمان یوناما هم غبرګون ښکاره کړی دی.

طالبانو هم دغه پېښه په کلکه غندلې او د بشري جنایت بللو ترڅنګ له بشري او حقوقي سازمانونو غوښتنه کړې، چې دا پېښه په جدي توګه وڅیړي.

طالبانو د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي دي چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل ددې زړه بوږنوونکې پېښې په هکله داسې ویلي: «د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره، پر ټولو ښکېلو لورو غږ کوم چې نړیوال بشري او اسلامي قوانین په پام کې ونیسي.»

په ورته مهال د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بیا دغه پېښه خواشېنوونکې بللې او ویلي یې دي، چې د سولې خبرو په درشل کې به دغه راز کړنې خطرناکې پایلې ولری. یاد بنسټ په دې تړاو د عدالت په پلي کولو ټینګار کړی دی.

د یاد کمیسیون د خپرونو مسئول ذبیح الله فرهنګ دا پېښه له نړیوالو بشري حقونو څخه بربنډه سرغړونه بولي او په اړه داسې وایي: «د جګړې د اسیرانو او یا هم د مقابل لوري له جسدونو سره له سپکاوي ډکې کړنې له نړیوالو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده، چې پایله یې غچ اخیسته ده او په بین الافغاني مذاکراتو هم منفي اغیر کوي.»

د ولسي جرګې غړی عبدالرحمن وردګ هم دغه پېښه خواشېنوونکې بلې او په اړه یې داسې ویلي: «په داسې حساسو شرایطو کې چې افغانستان د سولې خبرو پایلو ته نږدې شوی، دا رنګه پېښې باید د حکومت او طالبانو لخوا په جدي ډول وڅیړل شي.»

په ورته مهال د کابل حکومت دفاع وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښه په جدي توګه څیړي او که دوی ته ثابته شوه چې په دغه پېښه کې لتاړ کسان د «ملي اردو» عسکر وي، د کابل حکومت د قوانینو له مخې به ورسره سرغړوونکو سره چلن کیږي.

له بل پلوه افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمان(یوناما) هم دغه پېښه «ټکان ورکوونکې» بللې او د جدي پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

یوناما په یو ټویټ کې داسې لیکلي: « د حکومت د دفاع وزارت څېړنې باید چټکې او روښانه وي، د جرم د اثبات په صورت کې باید مجرمین عسکر حساب ورکوونکي وي.»

 دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم تیره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې او په نړیوالو بشري او حقوقي سازمانونو یې غږ کړی چې باید ددې پېښې د عاملینو په وړاندې چوپ پاتې نه شي: «اسلامي امارت په نړیوالو بشري ادارو، حقوقي نهادونو او د ملګرو متلونو په سازمان غږ کوي چې د کابل ادارې د  داډول وحشتونو په وړاندې چوپ پاتې نشي، یاد عمل وغندي، عاملینوته يې د سختې سزا ورکولو زمینه سازي وکړي او په راتلونکي کې د داسې بوږنوونکو پيښو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د وژل شوو طالب جنګیالیو جسدونو ته سپکاوی کوي، بلکې تردې وړاندې هم څو ځله دولتي عسکرو او اربکیانو د طالبانو او ملکي خلکو جسدونو سره ورته عمل کړی، چې تراوسه یې عاملین د کابل حکومت په محاکمو نه دي محاکمه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د دی ظالمو کفار ساتونکو دښمنی د طالب سره نه ده د دوی دښمنی د الله تعالی سره ده ، دا جاهله پدی نه پوهیږی چی خالق یی سخت انتقام اخیستونکی دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x