افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان-افغان جهتونو ته: راځئ د سولې له شته فرصت څخه اعظمي استفاده وکړو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په موضوع کې پرمختګ د افغانانو خپلمنځي خبرو ته هیلې زیاتې کړې؛ طالبانو پر افغان جهتونو او ګوندونو غږ کړی چې د سولې له شته فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د “ورځې خبره” تر سرلیک لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د شوي توافق له مخې حکومت باید تر تړون لس ورځې وروسته د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړې وای؛ خو حکومت د نږدې شپږ میاشتې په تیرېدو لا هم دا لړۍ نه ده بشپړه شوې.

تبصره کې طالبانو د خپلو پنځه زره بندیانو نه خلاصون د سولې په پروسه کې د خنډونو یوه برخه بللې او تر څنګ یې ویلي “کابل رژیم له سولې سره د مخالفت په لړ کې د هیواد په مختلفو برخو کې پر مجاهدینو او ملکي هیوادوالو بمبار، چاپې او د ثقیلو وسلو پیرونه نه یوازي جاري ساتلې، بلکې زیاتوب یې پکې راوستلی دی، د هلمند د سنګین او د هرات د ګذرې ولسوالۍ وروستۍ عام وژنې یې هغه بېلګې دي چې لسګونه ولسي وګړي پکې شهیدان او ټپیان شول.”

د طالبانو له قوله، حکومت د پورته خنډونو تر څنګ د “اسلامي امارت” خلاف “پروپاګند” ته هم زور ورکړی تر څو “د سولې فرصت له منځه یوسي او د جګړې اور همداسي غړانده پاته شي”.

طالبانو د سولې په پروسه کې د حکومت له لوري پورته خنډونو ته په کتو پر افغان جهتونو او ګوندونو غږ کړی چې د سولې له شته فرصت څخه اعظمي استفاده وکړي او د سولې په وړاندې د خنډونو جوړوونکو مخه ونیسي “ټول افغان جهتونه او حزبونه باید درک کړي چې د سولې اوسنی فرصت هر وخت په لاس نه راځي، نو راځئ چې  د سولې له میسر فرصت څخه اعظمي استفاده وکړو، هر څوک چې بین الافغاني خبرو کې خنډونه ایجادوي، د سولې مخه نیسي او پر جګړې ټینګار کوي، په ټولو یې باید مخه ونیول شي او له هیواد او ولس سره له ښکاره دښمنۍ باید راوګرځول شي، که خدای مکړه د سولې همدا فرصت مو له لاسه ووت بیا به ګرانه وي چې همدا سي مهم فرصت ترلاسه کوو.”

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي چې د حکومت له لوري نه یوازې د پاتې څلور سوه طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ پڅه روانه ده، تر څنګ یې پر تازه خلاصو شویو طالب بندیانو هم بریدونه روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

لله الحمد داسی واکمنان لرو چی غیږه یی تل وخپل مسلمان ولس ته خلاصه ده .

طوطی

کور مو آباد داسی ښی او هیله بښونکی خبری وکړی. ستاسو په پاڼه کی خو هر ورځ فقط جنګ، وژل نور څه نشته.

عبدالواحد

وایی یوی سپین سری یودلیوه چنګوټۍ اویوورۍ په کورکی لویول دواړه ښه غټ سول یوه ورځ څه ګوری چه دلیوه چنګوټی ورۍ څیرلۍ دۍ سپن سری حیریانه سوه ویل یی ته خوزماسره لوی سوی داظلم چادرزده کۍ،داهم داکمونسټان الله له پیدایښته دغسی ظالمان،وطن فروشه منافقین پیداکړی دی هیڅ امکان له دوی سره دصلح نسته الله په قرآنکریم کی فرمایی دچپی خوایی حلال کۍ لاسونه اوپښی یی پری کۍ دملکه یی وشړۍ دوی غوږونه لری ولی اوری نه دوی سترګی لری ولی په وینی نه دوی لکه حیوانان داسی دی ولی ترحیوانانوبدتردی وګورو چه تاسی صلح په منلای سۍ هیڅ امکان… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x