افغانستان

د مذاکراتي ټيم پر غړې «فوزیه کوفي» وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل ولایت په «قره باغ» ولسولۍ کې د کابل د مذاکراتي ټيم پر غړې «فوزیه کوفي»  وسله وال برید شوی.

د کابل د مذاکراتي ټیم مشر «معصوم ستانکزي» په دې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې د کابل-پروان پر لاره د قره  باغ ولسوالۍ په حدودو کې ناڅرګندو وسله والو پر «فوزیه کوفي» برید کړی، چې له امله یې نوموړې ټپي شوې، خو  ټپونه یې سطحي دي او روغتیایي وضعیت يې د ډاډ وړ دی.

د ستانکزي په قول، امنیتي چارواکي د پېښې څېړنه کوي، او په دې تړاو به نور جزئيات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

فوزیه کوفي چې تر دې وړاندې د ولسي جرګې وکیله پاتې شوې، د کابل د مذاکراتي ټیم غړې هم ده؛ چې له طالبانو سره به په مخامخ خبرو کې ګډون کوي.

پر نوموړې باندې برید داسې مهال دی، چې د بین الافغاني مذاکراتو پيلیدو ته هیلې زیاتې شوې او داسې تمې شته چې ښايي په نږدې راتلونکې د قطر په دوحه کې افغاني ټیمونه د مذاکراتو مېز ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

نازنینې ملګري د ډیر نمک حرامه دي ، پر تا یې هم دمرګ حمله وکړه ، اوس نو ددوی له قطاره ځان ګوښه کړه !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x