افغانستان

د څرخي پله تازه آزاد شوی طالب زنداني په کابل ښار کې ترور شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د تازه خلاصېدونکو بندیانو د امنیت په هکله د طالبانو له اندېښنو ښکاره کولو یوه ورځ وروسته له څرخي پله تازه آزاد شوی طالب زنداني په کابل ښار کې ترور شوی دی.

خبریال او د پوهنتون استاد اسدالله وحیدي تیره ورځ په خپلې ټویټر پاڼې ددې خبر په لیکلو سره ویلي، د طالبانو د پخواني ویاند ډاکټر محمدحنیف ورو قاري نجم الحق د خپل تره له زوی عبدالهادي سره یوځای په کابل ښار کې ترور شوی دی:

«له پلچرخي تازه خوشي شوی بندي قاري نجم الحق په کابل کې ترور شوی دی. نوموړی د طالبانو د پخواني وياند ډاکټر حنيف ورور و چې څلور کاله وړاندې نيول شوی و او څو ورځې مخکې ازاد شو. نوموړي په کابل کې ژوند کاوه چې له خپل ترورزي عبدالهادي سره ترور شو. چا ددې پېښې مسووليت نه دی منلی»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د یوې رسمي خبرپاڼې له لارې خبرداری ورکړ، چې د کابل حکومت «پټې کړۍ» غواړي د «داعش» نوم څخه په استفادې د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو په نقلیه وسایطو بریدونه ترسره کړي، چې له اوږده جنجال وروسته یې د کابل حکومت خوشې کولو ته مجبور شو.

ډاکټر محمدحنیف چې په ۲۰۰۷ کلونو کې د طالبانو ویاند ؤ، وروسته د حامدکرزي د حکومت لخوا ونیول شو او له څه مودې بند تیرولو وروسته د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ په «للمه» سیمه کې په خپل کور کې د حکومت پلوه ملیشو لخوا د خپل تره له دوه زامنو سره یوځای په ۲۰۰۸ کال کې وژل شوی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x