افغانستان

اشرف غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د آزادولو په تړاو اندېښمن دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر ډاکټر محمداشرف غني د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشار په پایله کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون په تړاو اندېښمن دی.

اشرف غني وايي، که چیرې د سولې پروسه پایلې ته ونه رسیږي، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون به په راتلونکي کې د نړیوالې ټولنې او خلکو اضطراري پرېکړه وبلل شي، کومه چې دده په خبره په افغانستان کې د قانون د حاکمیت د کمزوري کېدو سبب ګرځېدلې ده.

غني چې د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا له غړو سره یې د ویډیو له لارې خبرې کولې په لومړي ځل منلې، چې دغه شمېر طالب زندانیان یې د امریکا په غوښتنه خوشې کوي؛ خو په خبره یې ښايي دغه چاره د کابل حکومت، امریکا او نړۍ لپاره بدې پایلې ولري، په ځانګړې توګه که چیرې بین الافغاني مذاکرات ناکامه شي.

نوموړي ادعا کړې، چې په خوشې کېدونکو زندانیانو کې د مخدره توکو قاچاقیان او ستر جنایت کاران شامل دي، چې په خبره یې دغه موضوع یې له خپلو بهرنیو متحدینو سره شریکه کړې ده؛ خو په خبره یې دا کار د سولې لپاره ضروري ؤ چې د امریکا په غوښتنه یې ترسره کړی دی.

غني دغه راز ویلي، چې ددغو زندانیانو دخلاصون په صورت کې د احتمالي ګواښونو په وړاندې د امریکا او ګڼو بهرنیو هېوادونو له جاسوسي شبکو سره قوي اړیکې لري، ترڅو ددغو ګواښونو مقابله وکړای شي.

د کابل حکومت مشر اشرف غني په داسې مهال د طالب زندانیانو نړیوالو ته خبرداری ورکوي، چې طالبانو د نوموړي څرګندونې بې اساسه او د سولې پروسې په وړاندې پاروونکي بللې دي.

د شنونکو په باور د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د طالبانو په هکله د کابل حکومت چارواکو شکمنې څرګندونې ښايي بین الافغاني مذاکرات ټکني او د سولې پروسه متضرره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ولی به نه يی انديښمن ، ستا د ژوندانه تر ټولوغټ ارمان چی هغه د افغان ولس بيدينه کول او د کفارو تر تسلط لاندی راوستول وه ټوله د خاورو سره خاوری سول .
 د دين ساتونکو زمريانو او د ازادی د باترو اتلانو خلاصون به ډير ژړولی يی شيطان رجيم به دی هم ژړولی وی چی دا په مونږ څه وسول او دواړه ملامت به يو بل ملامتوی ، لا ګوره چی نور څه درپيښيږی ، ولعذاب الاخرته اکبر .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x