افغانستان

د اشغالګرو د غلامانو تهمتونه او د طالب حقيقت

 د،ب، هيښ

د كابل  د مزدورې، بېواکه، ايجنټې او په شر او فساد  اخته  ادارې اراكين او كرايه شوي ميډيايي نغاره چيانو همدا يوه خبره( پنجاب ، ISI , پاكستان او دالخور )يادول زده دي او د طوطيانو په شان يې تكراروي او په د پلمه خپله زبوني، غلامي ،ذلت ، جنايت او خيانت غواړي مخفي  كړي او د ځانونو په شان نورو ته هم د غلام، احمق او بې خبرو فكر كوي؛ خو اوس د حقايقو د پټولو وخت په دروغو او تهمتونو باندې تير شوی دی.

خلك به بې وسه  او د متجاوزينو او اشغالګرو  د تنظيم شوي دولتي ترور او وحشت  او د غلامانو  د جنايت او خيانت سره مخامخ وي، مګر د واقعيتونو د درك كولو او ليدلو  ظرفيت  لري.

د تپل شويو ادارو د ماهيت نه كاملاً خبر دي او دا مزخرف تبليغات د هغوى په قوي اراده او تصميم كږ چې د ازادۍ او خپلواكۍ  په فضا كې د خپل برخليك او سياسي نظام استوارول دي د بدلون هيڅ  اثر نه لري.

فرضاً كه ستا سو دا احمقانه، دروغجنه، بې اساسه او د پروپاګند نه ډكه  ادعا  يعنې د پنجاب او اسلامي امارت په ملګرتيا باور پيدا كړو، نو ستاسو سره خو هم د امريكا ، ناتو او ٥٠ نورو  تر غوږونو  مسلح متجاوزو ملكونو ملګري ده  او د پريمانه وسلو ، پيسو ، تخيك ، تكنالوژي ، تبليغاتي او لوژيستيكي امكاناتو لرونكي او د لسهاوو زره  متجاوزو حرفه اي يونيفورمي قاتلانو مستقيم او ښكاره حضور او  حمايت هم  در سره وجود لري او په لكهاوو داخلي اردو، پوليسو  او د امنيت جاسوسان هم لرئ، بيا څه تندر درباندې لويدلی دی  چې د يوه دالخور پنجاب سره د مقابلې توان نه لرئ او شپه  او ورځ  د بې غيرته په شان بغارې  وهئ، ژاړئ او شكايت كوئ.

زموږ په وطن كې يوه عاميانه خبره ده چې وايي:
ډم چې ډهول وهي زور يې لري، په جنګ  كې حلوا نه ويشل  كيږي، چې د جنګ  ظرفيت، همت  او تاب نه لرئ، بغارې ولې وهئ؟

نو ورته تسليم شئ، كه نه  تاسو فكر كوئ  چې بادار امريكا به مو  دا د تمساح اوښكې پاكې كړي  او د پنجاب نه به مو خلاص كړي؟

او ايا خلك  د تاسو + پنجاب +  اشغالګرو په جنايتكارانه او شيطاني مثلث نه پوهيږي چې د افغان اولس  د غلام كولو او د ازاد ۍ غو ښتونكو د ځپلو لپاره  مشتركاً په وحشت او بربريت مصروف ياست؟

ايا تاسو تر خپل بادار هو ښيار ياستئ چې هغوى د پنجاب مداخلې ويني  او په مقابل كې يې د اقداماتو د كولو نه انكار كوي او يا ځانونه عاجز بولي؟

كه د بهرنيانو ايجنټ توب او غلامتوب اولسونو  ته قبول او مقبول وای نو بيا خو به تاسږ نن  ورځ د دنيا كاميابترينه اداره وای، ځكه د بشر په تاريخ  او حتی په دوو جهاني جنګونو كې دومره لوى نظامي او كمېيتي تجاوز ګرانه ايتلاف  ( امريكا ، ناتو ، اروپايي اتحاديه ، د غربيانو لاسپوڅي عربي او اسيايي هيوادونه )  چې شمير يى ٥٠ ته رسيږي، نه و جوړ شوی او  دا امتياز تاسو لرئ،  مګر د هرې ورځې په تيريدو ستاسو د ناولي جنازې په تابوت يو ميخ  ټك وهل كيږي او د كثيف، شرير او فاسد قدرت حلقه مو تنګيږي.

ايا پنجاب د دومره لوى جهاني ايتلاف سره په نظامي، اقتصادي، تخنيكي او تبليغاتي لحاظ چې نسبت يې د مچ او فيل مثال لري قابل د مقايسې دی؟او كوم منطق او سالم عقل به دا ومني  چې مچ دې فيل را څملوي او د تيښتې  سره دې مخامخ كړي؟

د انساني ټولنې تاريخ  دا حقيقت ثبت كړی او ثابت كړی دی چې د مبارزې او جنګونو سرنوشت  ولسونه  تعينوي، نه زور ، زر ، تزوير ، پرو پاګند  او دروغ.
د هر خوځښت  او جبهې سره چې ملتونه ملګري وي  انګيزې او كړنلارې يې د ولس د عقايدو، كلتور، غوښتنو او منافعو سره  برابرې وي، د مبارزې او جنګ  بری يې په برخه شوی او مقابل لوري ته يې چې ددې اصل او پرنسيپونو فاقد وي ماته وركړې ده.

د ولسونو د ارادې او تصميم بدلول او يايې د خوځښت خاموشول  په زور ، اسلحه ، ترور ، شكنجه ، جبري مهاجرت ، تطميع  او رشوت  ناممكن  دي او هر څوك  چې په ولسونو  د بادارۍ او اغايۍ خيالونه كوي، بې له نابودۍ او شرمناكه ناكامۍ يې بل  څه نه دي نصيب شوي.

همدا حقيقت  د افغان طالبانو په هكله او ادرس صدق كوي  او د بې مثاله برياوو  او جهاني متجاوز  نظامي ايتلاف  او وحشيانه اشغال  ته يې چې د ټولو نظامي -اقتصادي – كميتي او ميډيايي فوقيتونو نه برخورداره دي د شرمناكه ماتې وركولو افتخار ځان ته حاصل كړی دی، ځكه  چې د ولس عام تام  حمايت ورسره دی او ددې مبارزې او جنګ  ماموريت  او مسؤليت د ولس له لوري  ورته ور كړل شوی او انګيزه  د مبارزې  يې هم  د الله  تعالى (ج) رضا  او د الله (ج)  د مخلوق د  ازادۍ  او  خپلواكۍ حاصلول، د ټولنيز عدالت پياده كول  او  د ظلم شر او فساد  جرړى ايستل دي.

دا هغه ايماني او معنوي قوت  او  خدايي طاقت دی چې د زر ، زور  او  شرارت مريدان  يې نه لري.

افغان ولس او اصيل زامن يې طالبان  د سفاك او خونخوار  دښمن سره  په مبارزه كې د شهادت او غازيتوب  په عقيده  او انګيزه د حق او د باطل د تقابل ډګر ته عاشقانه او شعورانه راوتلي دي او په دواړو  صورتونو كې( خپل ژوند قربانول او يا د دښمن له منځه  وړل) ورته د عقيدوي او ملي فرض ادا كول  او برى ښكاري.

بله خبره د نوكرۍ  او غلامتوب ده، يو څوك  د څه لپاره  مزدوري  او د بل نوكري كوي؟ طبيعي ده چې يابه د ثروت شوقيان وي او يا به د قدرت ليونيان  او ددې هدف  د لاسته راوستلو لپاره به خپل ضمير خرڅوي  او د بل  د امر به تابع  كيږي.

نو كه طالبان د پيسو او پوشالي قدرت په تلاش كى وای، زياتې پيسې خو د امريكايانو او غربيانو سره دي او همدا دوى دي چې خپل نوكران او اجنټان مقامونو او منصبونو ته رسوي ، بيا طالبان  ولې د امريكا غلامي ونه كړي چى د امريكا د غلام پنجاب  نوكري كوي؟

د نظامي وحشيانه تجاوز نه مخكې به يې د امريكا خواهش ته چې غلامي او تابعيت و مثبت ځواب ويلى و  او  نن به د عاق شويو  او د ملت د دار نه تښتيدلو  جنګي مجرمينو   په شان هم د قصرونو خاوندان وو او هم به يې منصبونه او مقامونه نصيب شوي وو.

لاكن د طالب د ژوند فلسفه بيا لكه خوشحال بابا چې څو كاله مخكې  بيان كړې وه هغسې ده:

ازادي تر بادشاهيه لا تيرى كا
چې د بل د امر لاندې شي غلام شي

د ازادۍ فلسفه ده، د خپلواكۍ تفكر دی او د اياك نعبدو و اياك نستعين عقيده او ايمان دی، د طالب  د ژوند خوند، لذت، خوښي او نيكمرغي د الله د مخلوق په چوپړ او د ظلم، بې عدالتۍ، شر، فساد او نارواوو  سره په مبارزه او مقابله كې دي، نه د شهوت، شهرت، ثروت او قدرت په لاسته راوستلو كې هغه څوك چى د طالب  د استقلال  او د ځمكې په سر د بلا تشبه ملايكي تفكر ، كركتر او ژوند دود سره اشنايي نه لري او ددې زمانې د ماده پرستۍ په اعتياد ككړ دي، ذهن  يې غلامانه، وجدان يې بيده او عقل يې د نفسي، شيطاني خواهشاتو په مزيو تړل شوي او زنداني دي او هر څه د ظاهري فيشن، سرمايې او منصب  په تله وزن كوي، د طالب د روحاني شخصيت تصور ور ته د عقل نه پورته ښكاري يا يې د طالب دا درجه درك  كړې ده ، خو د اقرار جرائت او شهامت يې  نه لري او د طالب په ادرس  په مبتذلو او بې اساسه  تورونو  غواړي خپل ضد اسلامي، ضد ملي او ضد انساني موقف او اعمال توجيه كړي.

طالب د انساني  ټولنې د ظلم، جنايت، بې عدالتۍ، فسق، فساد په ګرداب كې د راګير شوي  طوفاني او د غرقيدو  په حال كې بيړۍ د رغيدو  د پاره  د  افغان  ولس او ټول  مستضعف بشريت د پاره د اميد  او نجات  فرشته ده ، همدا وجهه ده چې د جهان  ټول شيطاني قوتونه ، اشرار او فساديان  مشتركاً  د طالب سره د ښمني كوي ، خو د طالب د ناكامۍ او نابودۍ ارمانونه يې د طالب د ديني – ولسي -ملي او انساني ماهيت او خصلت له كبله خاورې او د ماتې سره مخامخ شول.

طالب  اوس د محلي او ملي محيط او تحريك نه راوتلى او د جهاني عدالت د پياده كولو سمبول  ګرځيدلى او د ولسونو په زړونو بادشاهي كوي، چې همدې كيفيت يې د شر او فساد د عاملينو او  د ماده پرستانو  زرې  ور  وچولي  او د زخمي مارانو په شان هر لوري ته خولې اچوي او د هر جنايت  نه مخ نه اړوي.

بناءً له طالب  سره مقابله  د پنجاب ، ISI  په تهمتونو مخته بيول لكه  د سيند مخه نيول په خاشاكو او خځلو يو  احمقانه او مذبوحانه    تلاش دی، چې د شر او فساد اداره  يې د خپل ناولي ژوند  د بقا لپاره كوي، خو دا تلاشونه  يې  د طالب جان  په لاس د تاريخ كندې ته د دوى د بوين او كثيف جسد   د حتمي غورځولو او وركولو د جريان  مخه  نه شي نيولای.

تل دې وي ازادي او استقلال
بركت او قوت  دې يي د ازادۍ  او استقلال  د سردارانو  طالبانو سره‌.

نابود او برباد دې وي د جهاني نظامي تجاوز ګرانو او اشغالګرانو اجنټان او اجيران.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx