شعـــــرونه

موږ له ماښامه مزل کړی د سهار په تکل/ حليمي

مطيع الله حليمي

موږ له ماښامه مزل کړی د سهار په تکل
موږ له خزانه راروان یو د بهار په تکل

مونږه منلي وو د تورو شپو اوږده مزلونه
موږه د ستورو په رڼا روان د یار په تکل

چي به ترې ډار کولو کور کي دټول کلي خلکو
مونږ راوتلي د هغه لیوه د ښکار په تکل

چي رقیبانو ترې شړلی ومه بیا ورځمه
په خدای توکل کومه ځمه دخپل ښار په تکل

ربه ور مات یي کړي ور لنډ يي کړې نور
څوک چي زما کور ته لاس اوږد کړې دګذار په تکل

د حلیمي قلم  لیکلي د یو  زړه خبري
چي په لیکلو یي خالي کړ د قرار په تکل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx