نظــر

د طالبانو د واکمنۍ دوه خاطرې

احمد خوستی

مازدیګر د کلیوالو په یوه مجلس کې ناست وم په دې ورستیو ورځو کي د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د غلو د زیاتوالي په باب خبرې شوې
هر چا خپل خپل نظرونه ویل په دې دوران کي خبره د طالبانو د واکمنۍ دور ته لاړه چې طالبانو  څنګه تعامل د غلو کوونکو سره کوو او غله کوونکي کم ؤ او که زیات ؟

نو په دغه وخت کي یوه سپین ږیرې د طالبانو د واکمنۍ مهال خپلې خاطرې شروع کړي وایی:
یوه ورځ  له غنې خیلو ولسوالی مرکز جلال آباد ته سوده پسې لاړم هلته مې ټوله سوده واخیسته چې واپسې راتلم ناڅاپې رانه د غوړو ټیم/ ډبه هیره شوه.

کور ته چې را ورسیدم نو رایاده شوه چې د غوړو ټیم/ ډابه  رانه پاتې ده، نو ما هم په ځان کې طاقت نه لید چې بیرته پسې لاړ شم.

یو خو هغه وخت د سواري تکلیف ؤ او بل د غریبۍ له وجې مې د کرایې طاقت هم نه درلودو نو ومې ویل چې که مې بیا کار پېښ شو همغه ځای ته به ورشم  کچېرې پیدا شوه.

نو هغه سپین ږیرې ویل  هفته پس لاړم په همغه ځای مې د غوړو ټیم/ډابه ایښې وه.

وایی: جالبه خو دا وه چې ما څنګه غوړي راخیستل چې ناګهانه د امر بالمعروف ولا له لاس ونیوم وایي دا چیرته وړې نو ما ورته وویل چې هفته مخکې دلته رانه پاتې وه، نو بیا یې اجازه راکړه چې یویې سم.

دوهمه خاطره
همدغه سپین ږیری وایي د غنې خیلو د ولسوالۍ په بازار کې زموږ د ننوایي دوکان و، نو زما عادت دا و چې مازدیګر به کور ته راتلم د ورځې څومره د ګټې پیسې چې به وې همغه به مې خلتې/پوړی ته واچولې کور کې به مې شمارلې.

یوه ورځ مې پیسې ټولې خلتې/ پوړې ته واچولې دوکان مې را بنداوه چې پیسې مې لاندې پر ځمکه کېښودې او همغلته رانه هیرې شوې، زه چې کور ته راغلم رایادې شوې چې پیسې رانه هملته پاتې دي.

نو ما په دا غالب ګمان پریښودې چې اوس به وختي چا وړې وې ورنغلم پاتې شوم، سبا چې لاړم  دوکان ته،  ګورم چې پیسې هملته دي.

هغه سپین ږیری وایي چې جالبه خو دا وه چې پیسې چا را خیستې وې زما د دوکان د دروازې د قلپ/ تالا هغې سره څنګ کې ور دننه کړي وي تر څو بل څوک یې یونسي.

نوټ: دغه دواړه خاطرې موږ ته بې اندازې زیات درس راکوي، چې په یوه خاوره اسلامې نظام قائم وې نو هلته له بل هر صفت نعمت څخه را تیر شه غل غلا هم نشي او که بیا یې وکړې هم،  نو شریعت څومره خوندور  حدود ورته ټاکلي دي.

رب ﷻ دې زموږ په خاوره او په ټوله نړۍ یو سپیڅلی اسلامي شرعي نظام قائم کړي.

اللهم آمین یا رب العلمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx