ورزش

برسلونا لوبډله په يوه تاريخي ماتې له چمپينز ليګ بهر شوه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۹ل): د برسلونا مشهورې هسپانوۍ لوبډلې د چمپينز ليګ په کواټر پايلوبه کې د المانۍ لوبډلې بايرن مونشن پر وړاندې په ۸-۲ تاريخي ماتې وخوړله.

برسلونا لوبډله چې د ليونل ميسي په شتون په نړۍ کې تر ټولو غوره ښودل کيږي، تېره ورځ د خپل فوټبال په تاريخ کې تر ټولو توهين اميزه ماتې ومنله.

دغه لوبه چې د پرتګال په لشبونه ښار بنفيکا لوبغالي کې ترسره شوه، په ۸-۲ پای ته ورسېده، او د برسلونا لوبډله له چمپينز ليګ څخه بهر شوه.

د لوبې په ۴مه دقيقه کې د الماني لوبغاړي توماس مولر له لورې لومړی ګول ووهل شو، ورپسې د ليونل ميسي دوه په زړه پورې فرصتونه ضايع شول چې په ۷مه دقيقه کې الماني لوبغاړي ديويد البا د دفاع پرمهال د برسلونا په ګټه خپل ګول وواهه چې لوبه يو-يو مساوي شوه.

په ۲۱مه دقيقه کې د کرواتي لوبغاړي ايوان پراسيچ له لورې د بايرن مونشن په ګټه دويم ګول وواهه، په ۲۷مه دقيقه کې د الماني لوبغاړي سرجيو ګنابري له لورې دريم ګول، په ۳۲مه دقيقه کې د توماس مولر له لورې څلورم ګول ووهل شو چې په لومړۍ نيمايي کې يې برسلونا لوبډله په ۴-۱ له سخت خطر سره مخ کړه.

د دويمې نيمايي له پېل وروسته د برسلونا لخوا لويس سواريز په ۵۷مه دقيقه کې دويم ګول وواهه، خو بايرن مونشن لوبډلې يې په ۶۳مه دقيقه کې ځواب ورکړ او د الماني لوبغاړي کيميش له خوا پنځم ګول ووهل شو، په دې ډول د لوبې تر پايه درې نور ګولونه ووهل، چې په پای کې بايرن مونشن په ۸-۲ بريا خپله او نيمه پايلوبې ته لار وموندله.

د بايرن مونشن لوبډلې هغه موقتي لوبغاړی (فيليپ کواټينو) چې له برسلونا څخه يې په قرض نيولی او په نږدې راتلونکې کې به بېرته برسلونا ته راستون شي، د خپلې لوبډلې پر وړاندې دوه ګولونه ووهل.

دا په تېرو ۱۴ کالو کې (۲۰۰۴/۰۵ وروسته) لومړی وار دی چې برسلونا لوبډله پرته له کومې اتلولۍ ګټلو له يوه سيزن څخه بهر کيږي. له دې وړاندې يې هسپانوي ليګ «لاليګا» هم له لاسه ورکړی و.

د برسلونا په تاريخ کې ياده ماتې يو تور داغ دی، چې له دې وړاندې يې په ۱۹۴۶م کې دغه ډول ستره ماتې منلې وه، خو د ليونل ميسي او نورو غوره لوبغاړو په شتون دغه ډول ماتې هرو مرو د ليونل ميسي او برسلونا لپاره توره ورځ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x