شعـــــرونه

د دې خاورې بچي په بې رحمۍ وهي په تبر/ ريحان

شفاعت ريحان

په مور خاوره يې وکړله سودا، کار يې خراب کړ
نيمی يې کړله لويه پښتونخوا، کار يې خراب کړ

وزير، والي، پاسوال يا ولسوال که قمندان دی
دا هر يو شو هيواد ته کرونا، کار يې خراب کړ

د تورو يرغليزو شپو زامنو اشر وکړ
زخمي يې کړه تندي باندې رڼا، کار يې خراب کړ

د دې خاورې بچي په بې رحمۍ وهي په تبر
لښکر دي بې مهاره شو پاچا، کار يې خراب کړ

پرديو نه يې ستا په سر اخيستي ډالرونه
وړوکيه! تۀ کړې خرڅ مشر لالا، کار يې خراب کړ

که خلق و، که پرچم و، که بې علمه مجاهد و¹
اوږدې يې پسې پرېږده، لنډه دا، کار يې خراب کړ

دِ تا شفاعت نورو ملاليو غېږ کې واخيست
تنها يې کړې، بې ياره شوې ليلا، کار يې خراب کړ

¹ هغوی چې له روس سره دښمني او له امريکا سره يې انډيوالي پالل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx