افغانستان

د ټاکنو پايلې راتلونکې دوشنبه اعلانيږي

نن ټکی اسيا: د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې به راتلونکې دوشنبه د روانې جولايي مياشت پر اوومه نېټه اعلان شي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر احمد يوسف نورستاني نن کابل کې خبريالانو سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې د لا شفافيت په موخه ځنډول شوي دي.

نورستاني وايي، چې د هېواد دېرشو ولايتونو کې يې د ۱۹۳۰ محلونو د رايو بيا شمېرلو امر کړی، ځکه چې په اړه یې د درغليو شکايتونه راغلي وو.
د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د ټاکنو پر خپلواک کميسيون تور لګولی، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې يې له خپل مهال ويشه وځنډولې او لامل يې دا ښوولی، چې د ټاکنو د کميسيون غړي په سياسي لوبو کې ښکېل دي.

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د ټاکنو پر کميسيون تور لګوي، چې ولسمشريزو ټاکنو کې يې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په ملاتړ پراخه درغلي کړې او دوی به هېڅکله د ټاکنو پايلو ته تسليم نشي.

د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټيم وياند عباس نويان رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې ډاکتر غني احمدزی به ډېر ژر له خپل سيال نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله سره د ټاکنيزو ناندريو په اړه مخامخ خبرې اترې وکړي او له دې لارې به دغه لانجه حل و فصل کړي.

د امريکا متحده ايالاتو، ملګرو ملتونو او ولسمشر کرزي له دواړو نوماندانو غوښتي، چې د ټاکنو پايلو ته دې احترام وکړي.

کارپوهان وايي، چې ډاکتر عبدالله عبدالله د دې لپاره د “نه منم” نارې وهي، چې له دې لارې غواړي، ډاکتر اشرف غني احمدزی مجبور کړي، چې خپل حکومت کې ورته يو څه برخه ومني.

خو ډاکتر اشرف غني احمدزي تکرارا ويلي، چې جوړجاړی نه کوي او هيڅکله به ايتلافي حکومت ته زړه ښه نه کړي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو او خویندو السلام علیکم :
نورستانی ، عبدالله ، اشرف کرزی ، نور او نور ټول پوهیږی چه د ټاکنو نتیجه له تاکنو مخکی نهای شوی وه ، داسی نه چه له دی نتیجو ، عبدالله ، اشرف ، کرزی نورستانی او نور منلی غلامان خبر نه وو ، د هغوی سره په مشوره داسی جوړه شوی کله بن جرمنی کی چه سیرت اکثریت رایوی واخستلی ولی یو پشتون غلام یی په دی ریس جمهور کړو چه ټول پشتانه د طالبانو سره ملاتړ اعلان نه کړی فکر کوم تر کرزی به سیرت هم په اسلام ، هم په سیاست او هم امریکا ته په غلامی کی دیر نزدی غلام وو .
دا اوس هم دا خبره ده ، چه دوی د لنډ مهاله پلانونو خبری لوړپوړو غلامانو ته کوی ، ولی دا چه زمونږ هیواد ته به راتلونکی کی څه پیښیږی او د اشغلګرو ګټی به څه وی هغه ورته نه وایی او یا ډیره کمه برخه یی او هغه هم په پیلا بیلو تعبیرونو کوی .
حتی په امریکا کی ټاکنی د اولس له رایو نه ترلاسه کیږی ، مګر دا چه د امریکا د جمهوریت او دیموکرات ګوندونه له یوی منبع شرچشمه اخلی مهمه نه ده چه څوک چاته رایوی ورکوی هریوه ته چه یی ورکړی د ماسونیزم غړی ته یی ورکړی دی ، خو کله کله که د دغه دوه ګوندوو تر منخ چه دوی یوه ته داخلی او بل ته خارچی پالیسی ورسپارلی یعنی د موکرات باید د تکس ورکونکو له خوا خزانی ډکی کړی او جمهوریت بیا هغه خزانی د نړیوال حکومت ( چه دوی به یی په راست کی واقع وی ) د رامنځته کولو د پاره په جنګونو او استخباراتو کی لږوی ، نو که ددی اړه وه چه خزانی ډکی دی په بارنی هیوادونو د حملو وخت دی که دیموکرات یی د خلکو په رایو هم وګتی د جمهوریت ګوند ته اسباب او دلایل جوړوی چه ویی ګټی بهترین مثال یی د ال ګور او جورج پوش ټاکنی وی چه ال ګور ( دموکرات په ټول سټیټونو کی ځو ځلی زیاتی رایوی خبلی کړی ، مګر دا چه د تروریزم جنګ او یا د نړیوال حکومت د اعلانولو دوره وه د جمهوریت ګوند دنده وه چه واک ولری جورچ بوش یوآځی په فلوریدا کی د فلوریدا یو قاضی ریس جمهور جوړ کړو او ال ګور ته دا ویل شوی وو چه ته به نفس هم نه باسی که نه د عمر به بی نفسه شی .
همدا خبره د افغانستان د ټاکنو هم ده ، تر هغی چه طالبان په قوت کی وی د حکومت ریس جمهور باید پښتون وی که نه طالبان ټول حکومت تر لاسه کوی نو دا چه عبدلله غورزی پرزی وهی ، یا یوناما او یا نور توصیی او مبارکی سره یو ته ورکوی یا کرزی او نورستانی ځانونه مشران مشران کوی دا ټوله له ډرامی غیره بل څه نه دی چه د ټاکنو او ددی غورزو پرزو په سر هیوادوال او نړیوال تیر باسی ، د ملت یوه رایه هم شمارل شوی نه ده او تر هغی چه دیموکراسی وی وبه نه شمارل شی مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close