شعـــــرونه

چې بې واکه د کوم چا د خولې جلب شي/تړون

سميع الله تړون

چې بې واکه د کوم چا د خولې جلب شي
نو نا راضا ترې مخلوق د ښکلي رب شي

د زړه ځمکه مې شودیارې ته اړ شوې
ستا باڼه به ورته کله په غضب شي

بیا رجب المرجب کې هم رانغلې
بیا به تېره هم رجب المرجب شي

چې د بخت دې کنډواله تصویر ته ګورم
یا کابل شي یا بغداد شي یا حلب شي

د اسلام د خاورې واک چې جمهوریت کړي
نو ځوانان به یي اکثره بې مذهب شي

په وطن کې دې د سولې نظام راشي
د دنیا مسلمانان دې راطلب شي

د بګرام هډه دې لویه مدرسه شي
د چرخي زندان دې ټولو ته مکتب شي

خوار تړونه عجیبه ترانې وایه
چې شعرونه دې عجبو کې عجب شي

تړون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx