شعـــــرونه

لا ژوندی لکه شېرین افغانستان یم/خدرخېل

جانان خدرخېل

تنها ناست یم د وطن د غرۀ په سر کې
تېرومه د اختر شپې په سنګر کې

زما غوښې بیا په وږو سپیو وخورئ
که مړ شوی وم یارانو په بستر کې

قربانۍ د شهیدانو عبث مکړې
خدایه لاس مې لپه کړي ستا په در کې

آزادۍ لیلاګۍ ګوره ستا لپاره
سر او مال مې اچولي په خطر کې

د دښمن ګوزار به هیڅ اثر ونکړي
زۀ نیولی یم ملَکو په وزر کې

لا ژوندی لکه شېرین افغانستان یم
د زرګونو دښمنانو په اشر کې

خنداګانې دي، پستې پستې کیسې دي
را لوېدلی یم د حورو په ګودر کې

زندګي څۀ ده خو تک سور انتظار دی
یا سترګک دی په یو تک ژړ مازدیګر کې

ښۀ سرلوړی ژوند مې وکړ “خدرخېله”
او سر لوړی به راځمه په محشر کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x