افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د مذاکراتو پيل  «ښه نیت او رښتینولي» غواړي؛خو «کابل اداره پاروونکې خبرې او پروپاګند کوي.»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ زمري، ۱۳۹۹ل):په داسې حال کې چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو پيلېدو ته هیلې زیاتې شوې او تمې شته په نږدې راتلونکې کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه د خبرو مېز ته کېني؛ طالبانو د یوې اعلامیې له لارې ټینګار کړی، چې په دې وخت کې باید له بې مورده څرګندونو او پاروونکو خبرو څخه لاس واخستل شي.

تېره ورځ په عامه او ستراتيژيکو اړیکو کې د اشرف غني سلاکار «وحید عمر» یوې ناستې ته د وینا په مهال طالبان تورن کړل، چې مذاکراتي ټیم یې د حکومت د مذاکراتي ټيم په وړاندې استدلال نشي کولای؛ نو ځکه یې مذاکرات ځنډولي او غواړي د «تاوتریخوالي» له لارې له حکومت «باج» واخلي.

د عمر په خبره، د طالبانو او حکومت تر منځ سوله د سیاسي توافق له لارې رامنځته کېدای نشي، نو ځکه باید تر حکومت د باندې قوتونه د دوامدارې سولې لپاره زمینه سازي کړي.

طالبانو دې څرګندونو ته په غبرګون کې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د سولې د مذاکراتو پیل «ښه نیت» او «ريښتینولي» ته اړتیا لري او په دې وخت کې باید له «پروپاګند» او «پاروونکو» څرګندونو لاس واخستل شي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي «اسلامي امارت د کابل اداره د کوم نظام په صفت نه پيژني، بلکې د امریکايي اشغال د دوام لپاره يې له غربه راوړې یوچتر بولي.موږ د هغو مذاکراتو پيل منو او تیاری ورته لرو، چې د دوحې په تاریخي تړون کې تسجیل شوي او هغه بین الافغاني مذاکرات دي چې ټول افغان متنازع جهتونه احتوا کوي.»

طالبانو ددې تر څنګ د اشرف غني هغه څرګندونې «غرضي او مرضي» بللې،  چې خلاصېدونکي څلور سوه طالب بندیان یې د نړۍ او افغانستان د امنیت لپاره ګواښ بللي وو.

د طالبانو له قوله «د اسلامي امارت مجاهدین د نړۍ په سطحه سپيڅلې، با شهامته او ویاړلي خلک دي، هغوی د هیڅ کوم بهرني هېواد لپاره تهدید او ګواښ نه وو او نه دي؛ بلکې په دې جرم نیول شوي او مجازات شوي وو چې د خپل هېواد د آزادۍ او استقلال مشروع حق يې غوښت، د اشغالګرو او د هغوی له غلامانو سره يې جګړه کوله، کلونه يې په همدې تور په زندانونو کې تیر کړي او د استخباراتي ادارو لخوا مختلف له حقیقت څخه لرې تورونه او تهمتونه پورې تړل شوي، په داسې حال کې چې ټولوته معلومه ده چې اداری اواخلاقي فساد په چا کې ده؟.»

په داسې حال کې چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته تمې زیاتې شوې؛ طالبانو حکومت تورن کړی، چې د «پروپاګند» په وسیله غواړي په نړیواله سطحه «پارونه» وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

غلامان به خود پارونکی خبری او پروپاګنډ کوی ، په سوله کی د دوی هيڅ ګټه نسته ، سراسر تاوان دی .

روح الله هوتک

د سولي په وړاندې خنډ او ځنډ مو بربادوي، ملت نور د دغه رنګه انو او بهانو د منلو صبر نه لري، هیله ده چې د ملي ارادې د تمثیل او پوره کولو لپاره کار وکړل شي له شته فرصت نه په استفادې د بین الافغانی مذاکراتو د پیل په وړاندې خنډونه لرې او دغه د امیدونو لړی پیل کړي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x