افغانستانسولې اړوند خبرونه

اتمر د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره د افغان سولې پر راتلونکو ګامونو غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ زمري، ۱۳۹۹ل):د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» له خپل قطري سیال «محمد بن عبدالرحمن ال ثاني» سره تلیفوني خبرې کړې او د افغان سولې د راتلونکو ګامونو په اړه ورسره غږېدلی.

د کابل د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر باندې خپاره شوي مطلب کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې اتمر او بن عبدالرحمن د سولې مشورتي لویې جرګې او د افغان سولې په پروسه کې د راتلونکو اقداماتو په اړه غږېدلي.

اتمر د سولې په پروسه کې د قطر رول مهم یاد کړی او په خبره یې « دواړو لورو ژمنه کړې، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو او د مشورتي لویې جرګې د هدایاتو په عملي کېدو کې به له نږدې همکاري کوي.»

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند «ګران هیواد» ددې تلیفوني مکالمې په تړاو ازادي راډیو ته ویلي « دواړو لورو د مشورتي لویې جرګې د تصامیمو، د هغو د تطبیق، د زندانیانو د خلاصون او د سولې مذاکرو د پیل پر سلسله مفصلې خبرې وکړې.»

اتمر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د افغان سولې په اړه خبرې کوي، چې د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون پروسې پیلېدو او په دې برخه کې نسبي پرمختګ د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیلېدو ته هیلې زیاتې کړې او تمې شته چې په نږدې راتلونکې د یادو خبرو لومړی پړاو د قطر په دوحه کې  ترسره شي.

په ورته وخت کې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره حکومت تورن کړی، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په درشل کې «پاروونکې څرګندونې» کوي او له دې لارې غواړې په «نړیواله سطحه پارونه» وکړي.

طالبانو ټینګار کړی، چې د سولې خبرې ښه نیت او ريښتینولي ته اړتیا لري او په دې موده کې باید له «بې مورده څرګندونو» ډډه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x