افغانستان

ارزګان کې د نښتې پرمهال ۵ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د ارزګان ولایت په مرکز تیرینکوټ ښار کې د نښتې پرمهال د ۵ پولیسو د وژلو خبر ورکوي.

د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، تیره شپه ناوخته د ترینکوټ ښار اړوند صوفیانو دره سیمه کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې ۵ پولیس مړه او ۵ نور ژوبل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په دغه نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اووښتي؛ خو دقیقه شمېره یې ورته معلومه نه ده.

طالبانو هم دغه نښته تایید کړې، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې په یادې پوستې یې ځکه برید کړی، چې ملکي خلک یې آزارول.

احمدي په دغه نښته کې د ۵ پولیسو د وژلو او ۷ نورو د ټپي کولو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیر محمد

طالبان چی څومره خشونت زیاتوی هغومره دخلکو په منځ کی منفور کیږی، که دوی دا فکر کړی وی چی موږ به د جنګ له لاری امتیازات واخلو دافکر یی غلط ده باید په خپله ستراتیژی له سره فکر وکړی، د جګړی په ځای دی مذاکراتی ډګر قوی کړی، په سیاسی برخه کی دی خپل قوت وښيي، او نړۍ ته دی داثابته کړی چی طالبان دجګړه ایزمهارت تر څنګ سیاسی او د افهام او تفهیم مهارتونه هم لری، که نه د افغانستان دغه لنډ څلویښت کلن تاریخ ته دی وګورۍ ، شما ل ټلواله او خاصتا قومندن مسعود چی یو قومندان… نور لوستل »

احمد شاه

منفور پير محمد ته
تيار وسي انشالله ته اوستا يهوداو نصارانی پلرونو پسی در روان دي

وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا ۖ نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ

جميل

پير محمده وروره !
د نړی د هيوادونو تاريخ ولولی چی د ملی خائنينو سره يی څه ډول تعامل کړيدی ، ټولو سخته سزاء ورکړيده چی بيا خائن و نه زيږوی ، داچی زمونږ دين د سولی او عفوی دين دی ازادی غوښتونکو مجاهدينو و خائنو غلامانو ته عفوه اعلان کړه او سوله هم ورسره کوی خو د تعامل او دوستی ګنجايش ئی نسته ، په سپينو چی تور ګډ سی د سپينو رنګ هم اړوی .

مجاهد

حمیل وروره ، پیرمحمد د غلام غنی مستعار نوم دی غلام غنی ته د ورور سپیڅلی کلیمه کارول ناسمه خبره ده شاه شجاع، کارمل ، ترکی، نجیب ، کرزی ، غنی او ټیمونه له افغانیت ، اسلامیت او ختی انسانیت هم بی برخی شوی ، څوک چه نه افغان، نه مسلمان او نه انسان وی هغوی په کومه فتوی ورور وایاست . خیاطان او مداحان ټول د غنی او نجیب ورونه او اکا زامن دی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx