افغانستان

د پلار د بې غورۍ له کبله ۳ تنکيو ماشومان مړه شوي

نن ټکی  اسیا (شنبه، ۲۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د پلار د بې غورۍ له کبله په کندهار ښار کې ۳ تنه تنکيو هلکانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا پېښه پرون د جمعې په ورځ(۲۴ زمري) ناوخته د کندهار ښار صنعتي پارک کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې یو څوکیدار د خسو په څاله (خارګاه) کې خپل ماشومان په داسې مهال قلف کړي او لمانځه ته تللی ؤ، چې په څاله کې یې د ګازو پر ډبې چای ايشولو.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزي پژواک خبري آژانس ته ویلي، څوکیدار چې کله لمانځه تللی په څاله کې اور لګېدلی او هلته بند درې(۳) ماشومان په بشپړه توګه سوځېدلي او مړه شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په وژل شوو ماشومانو کې دوه یې هلکان او یوه نجلۍ شامله ده.

په ورته مهال د کندهار ځايي خبریال صدیق الله افغان بیا په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په پېښه کې وژل شوي درې واړه هلکان او عمرونه یې(یوولس، لس او اته کلونه) ښودلي دي.

خارګاه یا څاله په کندهار کې د دوبي په موسم کې له ګرمۍ د خوندیتوب په موخه له ځوزانو جوړېږي.

که څه هم په کلني ډول کندهار کې د اورلګېدنې د پېښو له امله په کلني ډول لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ خو پرونۍ پېښه د خپل ډول لومړنۍ پېښه بلل کیږي چې د یو سړي د بې غورۍ له امله رامنځ ته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x