افغانستانسولې اړوند خبرونه

د مذاکراتي ټيم غړي: مذاکراتو کې د تېرو دوو لسیزو له «لاسته راوړنو» دفاع کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي ټیم غړي وایي، له طالبانو سره د مذاکراتو په مېز باندې د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو په کلکه دفاع کوي.

د مذاکراتي ټيم غړو دغه څرګندونې د پخلاینې عالي شورا له رییس «عبدلله عبدالله» سره په نننۍ ناسته کې کړې.

دوی مذاکراتو ته د خپل چمتووالي او په دې برخه کې د جوړو شویو پلانونو په اړه عبدالله عبدالله ته معلومات ورکړي او وړاندې یې زیاته کړې چې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو په بنسټ یې خپل چمتووالی نیولی.

د مذاکراتي ټیم غړو که څه هم هغه لاسته راوړنې واضح کړي نه دي چې دوی ترې د دفاع ټټر وهلی؛خو «عبدالله» ته یې ډاډ ورکړی، چې د مذاکراتو پر مېز د تېرو لاسته راوړنو په بحث کې جدي دي او کلکه دفاع ترې کوي.

ددوی له قوله، په مذاکراتو کې به تر هر څه وړاندې «اوربند» ته لومړیتوب ورکوي.

په ورته وخت کې «عبدالله» ددوی پلانونه او مذاکراتو ته چمتووالی ستایلی، «تمه ورکوونکی» یې یاد کړی او ادعا يې کړې، چې دوی په همغږۍ او له یوه قوي دریځه د سولې په خبرو کې ګډون کوي.

د نوموړي په خبره، د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې په اساس د ۵۵۰۰ طالب بندیانو خلاصون ښيي چې د افغانستان خلګ د کشالې سیاسي حل ته ژمن دي.

پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبان وايي د مذاکراتو د پیلېدو لپاره باید د «ښه نیت» او «رښتینولي» څرګندونه وشي او له «پروپاګند» او «بې مورده» خبرو ډډه وشي.

طالبانو حکومت تورن کړی، چې پاروونکې څرګندونې کوي او له دې لارې غواړي په نړیواله سطحه «پارونه» وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا بلواکی غلامان د دوو لسيزو لاسته راوړنی ساتل غواړی يعنی اسلامی او سياسی حاکميت او استقلال او ازادی د لاسه ورکول ، د اسلامی او ملی فرهنګ ، د تعليم او تربيی ، د اجتماعی او کلتوری ارزښتونو تخريبول او پر ځای يی کفری او الحادی سيسټم په زوره تحميلول ، فسق او فساد او فحشاء رواجول او په داسی نورو حرامو ناولتياوو او حرامزادګيو افغانان اخته کول . که دا غلامان سم فکر او سنجش وکړی د دوی تر ټولو لويه او مهمه لاسته راوړنه کفری اشغال دی دا نوری لاسته راوړنی ئی ټوله د کفری اشغال ثمره ده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x