افغانستانسولې اړوند خبرونه

ارګ: د «افغانستان اسلامي جمهوري دولت» د طالبانو مقابل اړخ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ زمري، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې طالبانو خپل پخواني دریځ بیا ځلې تکرار او ټینګار یې وکړ، چې دوی «کابل اداره» د کوم نظام په حیث نه پېژني؛ ارګ دې څرګندونو ته په غبرګون کې ادعا کړې، چې دوی د ملت د غوڅ اکثریت استازیتوب کوي او په مذاکراتو کې به د  طالبانو مقابل اړخ وي.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» د خپل ټویټر له لارې پر طالبانو غږ کړی، چې د «افغانستان داخلي واقعیتونه درک کړي» او دا ومني چې د «افغانستان اسلامي جمهوري دولت» يې په مذاکراتو کې اصلي طرف دی.

نوموړي ادعا کړې، چې کابل حکومت د ملت له غوڅ اکثریت استازیتوب کوي او طالبان ددې ملت د هیڅ برخي استازي نه دي.

صدیقي طالبان د سولې په برخه کې د خنډونو په جوړولو تورن کړي او په خبره یې، د طالبانو د پاتې بندیانو تر خلاصون وروسته د سولې د خبرو په وړاندې هیڅ پلمه نشته.

دغه څرګندونې وروسته له هغه دي، چې طالبانو نن د یوې اعلامیې له لارې کابل حکومت تورن کړ، چې ددوی خلاف «پروپاګند» ته یې زور ورکړی او چارواکي يې «پاروونکي څرګندونې» کوي.

په یاده اعلامیه کې طالبانو خپل همیشنی دریځ بیا تکرار او ټينګار یې کړی وو، چې د حکومت په نامه څه نه پېژني او له سیاسي جهتونو سره خبرې کوي.

د طالبانو او حکومت تر منځ دغه څرګندونې داسې مهال تبادله کېږي، چې په عامه او ستراتيژيکو اړیکو کې د اشرف غني سلاکار «وحید عمر» تېره ورځ یوې ناستې ته پاروونکې وینا وکړه او طالبان یې تورن کړل چې د «تاوتریخوالي» په زیاتولو له حکومت باج اخلي.

وحید عمر ادعاء درلوده، چې طالبانو له دې امله «بین الافغاني» مذاکرات ځنډولي، چې دده په خبره د کابل له مذاکراتي ټيم سره استدلال نشي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فرید سلیم

حیثیت اداره کابل در افغانستان بیشتر به یک زباله دانی سیاسی مشابه است، تعفن برخاسته از آن همه کشور را فرا گرفته و باید رویش خاک انداخته شود.

جميل

د دی سوړن هيره د موږک ده ، د دی غلام درواغجن بيا داسی ژر د ټولټاکنو بهير هير سو چی د ۳۵ مليونه څخه د دوی په حساب يوازی يو مليون رای چی هغه هم د دوی معاش خوره وه رای ورکړی او نور ټوله ولس د طالبانو بايکوټ ته لبيک ووايه . که د ولس ملاتړ د طالبانو سره نه وای اشغالګر به هيڅکله تيښتی ته نه وای اړ سوی . ای سوړن غلامه ! ټوله ولس په ارګ او د ارګ په شاوخوا کی نه اوسيږی چی په ځان يی قياس کړی او ټوله ولس ځانونو غوندی… نور لوستل »

مجاهد

که د ا## صدیق دغه خبره سمه تحلیل شی سمه خبره یی کړی او هغه دا چه جمهوریت کفری نظام ( په کوم کی چه د انسان په لاس جوړ شوی احکام عملی کیږی ) یعنی انسان پکی الهی مقام لری کفر او شرک دی د امارت اسلامی الهی نظام کی الهی احکامو باندی خلک فیصلی کوی قانون حکومت کوی حکومت د ملت خدمتکار او د ملت د سولی ، امنیت او هوساینی د پاره الهی اصولی عملی کوی او بس دا چه دوی ورته اسلامی جمهوریت وایی ، اسلامی جمهوریت ( اسلامی کفر ) دی کله هم نه کیږی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x